د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

چې ډکه وي له درده او له غمه ای

چې ډکه وي له درده او له غمه ای جانانه
ګڼي ستا عاشقان  هغه لار سمه ای جانانه

په کوم نامه دې وبولم، په کوم لقب دې ياد کړم
ای ياره، ای نګاره، ای صنمه ، ای جانانه

دا رنګه راته وګورې چې کړي هر يو باڼه دې
زما د ژوندانه يوه شپه کمه ای جانانه

شايد ستا عاشقانو هغه شپه ژړلي نه وو
ګلان وو سهار پاتې بې شبنمه ای جانانه

ګرمي د هر سفر وه  بيا  دروېش  ته بې اثره
چې لاړ ستا په سايه کې څو قدمه ای جانانه

د شاعر نور شعرونه ←