د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

ډېر سره لرې يو موږ  ډېر سره

ډېر سره لرې يو موږ  ډېر سره نزدې کړې خدايه
زما په اوښکو د جانان سترګې لندې کړې خدايه

زړۀ د هر ښکلي د هغه د مخ په شانې سپين کړې
د ښيښو شاته دغه کاڼي هم ښيښې کړې خدايه

په خپلو اوښکو بېرته ووينځو رانجه د سترګو
زموږ په هره ښادي غم ولې پسې کړې خدايه

چې يبلې پښې ځي له وطنه، د هغو دپاره
د ګل تر پاڼو د اغزو څوکې پستې کړې خدايه

چې د دروېش د زړه تر کاڼي پورې ووري وزي
د بڼو څوکې دې د يار څومره پستې کړې خدايه

۲۴/دسمبر/۱۹۹۷ ز

د شاعر نور شعرونه ←