د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

دښمن په زوره ننوت په کور د

دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه
خو دغه کار يې هم وکړ په زور د پښتانه

څالاکه دښمنان چې يې سر وړي، هغه مهال
مشغول لکه ماشوم کړي په څه ورور د پښتانه

دستي د پښتانه په وجود ولګوي غاښ
چې هر يخزڼی مار تود شي په اور د پښتانه

ويړيا به يې هم درکړي که يې زړه وي ستا په کار
خو سر په هر حالت کې دی په پور د پښتانه

دروېش  ورپسې ټول عمر اخيستی و څراغ
خو چرته يې هم ونه ليد غمخور د پښتانه

۲۲/اکتوبر/۲۰۰۰ م

د شاعر نور شعرونه ←