پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دا ستا د زړه و خواته در روان دی
دا ستا د زړه و خواته در روان دی
بل سړی
زه نه يم اوس مالک د دا مکان دی
بل سړی
ددغه ښار ځپلي که نازېږي ټول په
ما
ددغه ښار پر ښکلو باندې ګران دی
بل سړی
زه نه يم، زه خو ستوري هومره لري
يم اشنا
ستا شونډو ته نزدې لکه پېزوان
دی بل سړی
پخوا به دې تل زه درګډولم په خپل
غم
خو نن دې لوند د اوښکو په باران
دی بل سړی
دروېشه په دې کلي کې دی دا عجب
رواج
چې تـُــوري يو سړی وهي او خان
دی بل سړی