پښتو ادب · شاعران
میرمن ښاپېرۍ نغمه
د میرمن ښاپېرۍ نغمه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
35 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
دمحترم مراد شینواري په ځمکه
ډیر دي ستا په شان چـــې لیونــي ګـــــرځي
ســــوي پتنــــګان لــــو ګي ،لـــــوګي ګرځي
تــــه خــــو پـــــکې یــــاره اوسنــــی ښکارې
ډیــــر پــــدې کــوڅو کې پخواني ګـــرځي
نـــه مــــو پیــــژني ستـــــرګــــې اوس اړوي
خپل نه شول داښکلي چې پـــــردي ښکاري
مــــا چـــــې چـــاتـــه زلفې په لاس ورکړلې
نه دي په زړه روغ زخمي، زخمي ښکاري
مه وړه « نغمې » لاس دې دګل خواته نن
دلته رقیبان اغـــــزي ،اغــــزي ښــــکاري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
په یو نظر درته لوګی شوم سپیــلـــنــــي څــــه کــــوې ؟
څیرې ګریوان درپسې ګرځـــــــم لیــــونــــي څــه کوې؟
ستا دښایست رنګونه ډیر دي کوم ، کوم یــــو لـټوې؟
ورک دې ګلونه شـــي جـــانـانـه پسرلـــــي څـــه کــــوې؟
دارمــــانــــو جــــنازې وځـــــي زمـــــا دزړه لــــه کــــوره
لږ ورته وژاړه ته دومره خــو شحــــالــــي څــــه کـــــوې؟
پکې پراته دي ستا غمونه شاوخـــوا ســــکــــروټــــــې
تپوس یې مه کوه زما زړګــــی زخــــمــــي څــــه کـــــوي
چـــــې دچـــمـــن ګلان تــــا لا شـــــول دا خبر نه شو پرې
نــــوم یــــې وانـــخــــلې دا ویــــده غافل مالي څه کوې
چــــې دوطــــن او مـــلـــت غم ورسره نــــه وي زړه کــــې
احساســـه مــــخ تــــرې اړوه داســــې ځــلـمي څه کوې؟
څومره ساده یې د « نغـــمـــې » خوارې پر دیسې مینې
زړه مې له خپلو چاو دیـــدلی ته پــــردي څـــــه کــــوې؟
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
دغم کیسې ډیــرې اوږدې شــــــولـــــې
هیــــرې له تا نه چې وعــــدې شـــــولـــې
پــــه لیونو باندې چې ښې ښکاریـــــدې
هــــغه کوڅې په وینو ســــرې شـــــولــې
پتــــنګان لاړل بلې خواتـــــه تـــریـــــنــــه
مـــــړې په محفل کې چې ډیـــوې شولې
ښـــــخوو مونـــږ خپل ارمانونه پــــــکې
زړونه زمــــونــږه هــدیـــــرې شـــــولــــې
اوس پــــکې نــــه کېږي جرګې مـــــرکې
ورانـې ویـــجـــاړې مــــو دیرې شولــــې
له" نـــغـــمــــې" مــــه غواړه ګلان وربله
لـــوټ او تـــالا زمونږ با غچې شولـــــې
اسلام اباد - پاکستان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
دغمونو سمنــــــدر کــــې رانـــــه ورک شــــــول
ارمـــانــــونـــه مــــې دردو کـــــې لا درک شول
دجنګونو باج مغــــلــــو تــــریـــــنــــــه یـــــو وړ
پښتانه په دې دنیا کې څنګه سپــــک شــــول
لیـــــونـــي ړې هلـــــه ویـــاړي لـــیـــونـــتــــوبه
که زنځیر دزمانې لـــره دوی کـــلــــک شـــــول
دوی به هله پـــــه غــــلیــــم بــــری مـــونــــده کا
که وصیت دخوشحال خان لره دوی څک شول
سړیتوب تمه تـــرې مکـــوه" نــــــغــمـــې" تـــــه
امــــوخـــتـــه چـــې په پاټک او په ټوپک شول
جرمني
۲۰۰۲ /۵ / ۸
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
د غـــمــــو ســـــره پـــــــه جــــــــــنـــــــــګ یـــــــــــم
ځو ر یــدلــــې رنـــــــګ پـــــــــه رنـــــــــګ یــــــــم
پــــــــــا ڼـــــــې پـــــا ڼــــــــې کـــــــړ م بـــــــــادونـــــو
د ګـــــــــــــلاب د ګـــــل پـــــــه مـــــنـــــګ یــــــــم
ســــتـــــــــــــړې ســــــتــــــــــــړې زه روانـــــــــــــــه
پــــــــــه پـــــیــــــــچــــــو مـــــــو او ګــــــــړ نـګ یم
د دې کــــــاڼـــــــــــــــــو کـــــــاڼــــــــــــو زړونــــــــو
ژړولــــــــــــــې هـــــــــــــر نـــــیــــــــــر نـــــګ یـــــــــم
یــــــــــــــم بـــــــــې کــــــــــــوره مــســــــــــافـــــــــــــره
لـــــــــه و طــــــــــن نـــــــه مـــــــــې پـــــــه څنـــګ یـم
دغــــــــــــــلام چـــــــــــــــې غـــــــلامـــــې کــــــــــړي
زه خپـــــه لــــــــه دې بـــــــــې نـــــــــنـــــــــګ یـــــــــم
د هــــــــــر چــــــا لـــــــپــــــــــاره ســـــــــــــــــــــــــوزم
داپـه خـــوی دکــــــوم پـــــتــــــــنـــــــــګ یــــــــــــم ؟
لکــــــــــــه سیـــــــــــــــوری راســــــــــــــــــره ځــــــي
د دردونـــــــــــونــــه پـــــــه تـــــــــنـــــــــګ یـــــــــــــم
یم « نـغمــــه» د ښـــــــاپــــــــیــــــــــــرۍ خـــــــــــــــو
د خپــــــــل زړه پــــــــــه و یـــــــنـــــو رنــــــګ یـــــــم