د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
میرمن ښاپېرۍ نغمه شعرونه

غزل

په یو نظر درته لوګی شوم سپیــلـــنــــي څــــه کــــوې ؟

څیرې ګریوان درپسې ګرځـــــــم لیــــونــــي څــه کوې؟

ستا دښایست رنګونه ډیر دي کوم ، کوم یــــو لـټوې؟

ورک دې ګلونه شـــي جـــانـانـه پسرلـــــي څـــه کــــوې؟

دارمــــانــــو جــــنازې وځـــــي زمـــــا دزړه لــــه کــــوره

لږ ورته وژاړه ته دومره خــو شحــــالــــي څــــه کـــــوې؟

پکې پراته دي ستا غمونه شاوخـــوا ســــکــــروټــــــې

تپوس یې مه کوه زما زړګــــی زخــــمــــي څــــه کـــــوي

چـــــې دچـــمـــن ګلان تــــا لا شـــــول دا خبر نه شو پرې

نــــوم یــــې وانـــخــــلې دا ویــــده غافل مالي څه کوې

چــــې دوطــــن او مـــلـــت غم ورسره نــــه وي زړه کــــې

احساســـه مــــخ تــــرې اړوه داســــې ځــلـمي څه کوې؟

څومره ساده یې د « نغـــمـــې » خوارې پر دیسې مینې

زړه مې له خپلو چاو دیـــدلی ته پــــردي څـــــه کــــوې؟

د شاعر نور شعرونه ←