افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دمحترم مراد شینواري په ځمکه
ډیر دي ستا په شان چـــې لیونــي ګـــــرځي
ســــوي پتنــــګان لــــو ګي ،لـــــوګي ګرځي
تــــه خــــو پـــــکې یــــاره اوسنــــی ښکارې
ډیــــر پــــدې کــوڅو کې پخواني ګـــرځي
نـــه مــــو پیــــژني ستـــــرګــــې اوس اړوي
خپل نه شول داښکلي چې پـــــردي ښکاري
مــــا چـــــې چـــاتـــه زلفې په لاس ورکړلې
نه دي په زړه روغ زخمي، زخمي ښکاري
مه وړه « نغمې » لاس دې دګل خواته نن
دلته رقیبان اغـــــزي ،اغــــزي ښــــکاري