د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
میرمن ښاپېرۍ نغمه شعرونه

غزل

دغم کیسې ډیــرې اوږدې شــــــولـــــې

هیــــرې له تا نه چې وعــــدې شـــــولـــې

پــــه لیونو باندې چې ښې ښکاریـــــدې

هــــغه کوڅې په وینو ســــرې شـــــولــې

پتــــنګان لاړل بلې خواتـــــه تـــریـــــنــــه

مـــــړې په محفل کې چې ډیـــوې شولې

ښـــــخوو مونـــږ خپل ارمانونه پــــــکې

زړونه زمــــونــږه هــدیـــــرې شـــــولــــې

اوس پــــکې نــــه کېږي جرګې مـــــرکې

ورانـې ویـــجـــاړې مــــو دیرې شولــــې

له" نـــغـــمــــې" مــــه غواړه ګلان وربله

لـــوټ او تـــالا زمونږ با غچې شولـــــې

اسلام اباد    -  پاکستان

د شاعر نور شعرونه ←