افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دغمونو سمنــــــدر کــــې رانـــــه ورک شــــــول
ارمـــانــــونـــه مــــې دردو کـــــې لا درک شول
دجنګونو باج مغــــلــــو تــــریـــــنــــــه یـــــو وړ
پښتانه په دې دنیا کې څنګه سپــــک شــــول
لیـــــونـــي ړې هلـــــه ویـــاړي لـــیـــونـــتــــوبه
که زنځیر دزمانې لـــره دوی کـــلــــک شـــــول
دوی به هله پـــــه غــــلیــــم بــــری مـــونــــده کا
که وصیت دخوشحال خان لره دوی څک شول
سړیتوب تمه تـــرې مکـــوه" نــــــغــمـــې" تـــــه
امــــوخـــتـــه چـــې په پاټک او په ټوپک شول
جرمني
۲۰۰۲ /۵ / ۸