پښتو ادب · شاعران
علم ګل سحر
د علم ګل سحر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
ماته ستوريبشپړ شعر ولولئ
ماته ستوري
علم ګل سحر
وینم له تانه ،لا ډیر ښکلې
ډیر ې سري سپینې ، ډیرې غلې
خوبي له تانه ،باور پرې وکړه
نظرمې نه شي په کومې بلې.
زه پروت رنځور وم ،تا د امساء کړم
د مړو له ډلې تا رجلا کړم
تا خو له سره یو ژوندون راکړ
دغه احسان دې څنګه ادا کړم
سپوږمۍ ته لاس کړم، ستوري راشمار کړم
څو رانه مات شي ، څوبند په تار کړم
دابه ستا وړي وي او که به نه وي
په دي سوچونو شپه را سهار کړم
سهار چي ولاړ شم ، د ګلو بڼ ته
څو ستا په شانې ګلونه بیل کړم
د پر خو څاڅکي سره راټول کړم
چي تاته جوړ ترې ښکلی امیل کړم
خولمر راتودشي او ورک شبنم شي
وړانګي له ګله پرخې پنا کړي
زه مي د خپلې بیوسۍ ویر کړم
لکه یتیم چې څوک په ژړا کړي
د لمر شغلو نه لاسونه تاو کړم
وایم لمرونه ټول تاته درکړم
خو وړانګې نه وي ، هغه هم ته یې
د عشق ګاونه ټول تاته درکړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
علم ګل سحر
نظر مې شي ستومانه بـــېـــر تـــه ســـتا رخسار ته راشي
بــــــــــې کــــــــوره مـــــــســافر دی ، ناشنا دیار ته راشي
په سترګو کې ځای نه لري ، په زلفو کې دې ورک شي
یـــــو ســــتــــړی کــــلیوال ،تیاره ماښام بازار ته راشي
د ژونـــــد لوبه بایلي ، خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته
تـش والـــــوزي هــــوا تـــه ، مرغۍ بیرته مار ته راشي
یـــتـــیـــم چــــي پــه ژاړا شـي ، مـیره بیا څپېړه ورکړي
ماشوم که څوک خپه کړي ،په ژړا بــــه پلار ته راشي
هندارې ټولې ماتې کړي ، څوکــــاڼــــي دلته پریږدي
یو څو لیونیان ووزي ، یو څو بیرته ښـــــار تـــه راشي
په کور کې څراغ نه لــــري ، چي کښېني یې رڼـــا تـــــه
چې توره شپه خــــــــــــوره شي ، سحر ځکه یار ته راشي
۱۳۸۳ /۲/۱۱
وزیر اکبر خان
دابو په اينه کېبشپړ شعر ولولئ
دابو په اينه کې
علم ګل سحر
اوس مې شعرونو ته الهام داستاله سترګو اخلم
د جــــــبر ائیل د خولې کلام دا ستاله سترګو اخلم
داستا له سترګو بهر ویښ یم، لکه ستوری پاتې
درځــــم خـــــوبـــونه ناتمام داستا له سترګو اخلم
داستا د ناز په توره مړیم، سترګي خلاصې پاتې
چــــې په ځیر ګورم انتقا م دا ستا له ستر ګو اخلم
چـــــي یـــو ځل و ګوري په مینه ، مینه ،مینه ماته
ګـــــلــې !همدغه یو انعام داستا له سترګو اخلم
پـــــــه ایــنـه کې د ابو دې تصویر ورک شو رانه
د مینې ژوند ته مې مرام داستا له سترګو اخلم
پــــه یـــوه ورکه پسې وخت لټوم، نه یې مو مم
کله سحر ،کله ماښام داستا له ستر ګو اخلم
ژمیبشپړ شعر ولولئ
ژمی
علم ګل سحر
عادت شویبشپړ شعر ولولئ
عادت شوی
علم ګل سحر
اوس په دې مالت کې زه بې یاره عادت شوی یم
یاره خپه نه شــې ستا لپاره عادت شوی یم
دلته مې اوس یار نشـته کلونه دي،اوښتي خو
هر ماښام راځمـه په دې لاره عادت شوی یم
وګورمه ښکلو ته ، بیا ژر جومات ته ولاړ شمه
زه له وړکتوبـــه ښه دیندار عادت شوی یم
وخت نو څه ارزښت لري ، په ټوکو به یې تیر کړمه
زه د هر پښتون غوندې بیــکاره عادت شوی یم
راځې که نه راځې زه درته هم سترګې په لار نه یم
اوس نوله خزان ســره بهـاره عادت شوی یم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
علم ګل سحر
د درویش دراني له یوه شعر نه په الهام
زمونږ وطن ته لوګي مخکې،رڼا وروسته راځي
اول ژړا وي فرياونه،خندا وروسته راځي
وسلې راوليږي او غلي راته ووايې چې:
د ډوډۍ غم مه کوئ،دغه سخا وروسته راځي*
هغه سپوږمۍ ده،خو سپوږمۍ غوندې تنها نه راځي
تر مخ يې ډار د بيرته تلو وي او دا وروسته راځي
په کومو ګلو به ستا مينه ماتومه ګلې
سپرلي راځي،خو وايې ښکلې تر تا وروسته راځي
د تسبو لړ نه يوې ښکلې ته اميل جوړي
لمونځ قضاء کيږي،نيت تړئ چې ملا وروسته راځي
يتيم ماښام پورې په خاورو کې لوبيږي وايي:
يوازې نه ځمه خپل کورته،بابا وروسته راځي
دوی وايې وکړئ ګوزاره له ښامارانو سره
ډير زورور دي،کوه طور نه امساء وروسته راځي
1383/1/16
وزير اکبر خان مينه - ازادۍ راډيو
ټپـیزېبشپړ شعر ولولئ
ټپـیزې
علم ګل سحر
چې ته شې ولاړه غم مې ډیر سي
زلمیتوب دې تشویش کې تیر سي
دغه یوغم رانه چاپیر سي
عمر چې تیر سي اشنا هیر سي
ستا دې قسم وي چې ما هیر نه کړې میینه
* * *
پس له الله مې ستا ثنا کړه
ځواني مې مینه کې تالا کړه
یمه رنځور ته مې شفا کړه
اوس مې د عمر تاوان راکړه
نرۍ نرۍ خندا دې کړه رنځور دې کړمه
* * *
زما دې بیا تبه اوږده کړه
تا چې په بل دیار کې شپه کړه
ګلې بل واري داسې مه کړه
دیدن دې دومره فایده وکړه
لکه رنځور چې په لکړه پورته شینه
* * *
خدای پاماني سخته شیبه ده
د بدمرغیو دروازه ده
خوښي د ژوند یوه شیبه ده
دیدن د بادو پیمانه ده
نه به پرې موړ شې نه به وتړې بارونه
* * *
خیال کې مجلس مې د اشنا که
مرور یار مې را پخلا که
د مینې لوی مقام خدای راکه
په اندیښنو مې ځان پاچا که
سر مې را پورته که، ملنګ ددنیا ومه
* * *
خوشحالي ولاړه، غم یې یارشي
د رنځو منځ کې را ایسار شي
بس د اغزو پر سر یې لار شي
چې پاک الله ورته په قار شي
نصیب یې خوار شي په ورکړې مین شینه
د رڼا په لټهبشپړ شعر ولولئ
د رڼا په لټه
علم ګل سحر
ځان مو ونه لید د هیندارو له بازاره راغلو
ړانده هم نه وو، بې امسا پر دغه لاره راغلو
عجیب وطن و، دمرګ خولې ته کتار ولاړ وو
نوبت را ونه رسید ، موږ له سر د داره راغلو
مینې ! اوس تاته هم وزګار نه یو د ژوند له ترخو
هسې ساده و، دې دنیا ته ستا لپاره راغلو
وایي ژوندی دی ، ها دښکلو ښاپیریو وطن
دوی څه خبر دي موږ پرون یې له مزاره راغلو
دلته مو هم ټیکه ونه شوه د ماښام کلي کې
بس د رڼا په لټه موږ له سپین سهاره راغلو
۹/ ۶/ ۱۳۷۸
پيښور- پښتونخوا
د خپلواکي څلي تهبشپړ شعر ولولئ
د خپلواکي څلي ته
علم ګل سحر
ته یې زموږ د عظمتونو څلی
د سرشیندنو غیرتونو څلی
زه په تا ویاړم په تا فخر کوم
ته یې زموږه د ویاړونو څلی
* * *
ته د نیکونو د غیرت نښه یې
د افغانانو د عزت نښه یې
څومره په برم او په عظمت ولاړیې
ته مو د واک ته دحریت نښه یې
* * *
ته چې اباد شوې ، زموږ د ویاړ څلی شوې
له هغې ورځې موږ هم ودریدو
لکه چې ته مو وروستنی هدف وې
بس موږ خپل لوی مقصد ته ورسیدو
* * *
ګوره خپه نه شې یوازې نه یې
دا موږ چې ګورې ، موږه ټول څلی یو
دا دومره وخت که دې لیدلي نه یو
موږ پر مخ نه ، موږ په شا تللي یو
* * *
چې ته آباد شوې زموږ د ویاړ لپاره
موږ له پخوا څخه نور هم مغرور شوو
پخوا خو ښه و، ګوزاره مو کیده
اوس چې مغرور شوو، لانور هم مجبور شوو
* * *
نوره نړۍ ولاړه پخپله مخه
ځانته ته یې خپله یوه دنیا جوړه کړه
خو موږه تا غوندې ولاړ پاتې شوو
موږه تیاره، نورو رڼا جوړه کړه
* * *
موږ چې تا ووینو نور هم مغرورشو
فکر کوو موږ آتلان یو رښتیا
اته اتیا کاله بس له تا راګرځو
موږه سکه وایو چې رښتیا روان یو
* * *
هریو غاصب راشي زموږ وطن ته
زموږ سرونو څخه جوړ کړي څلي
کلي ښارونه مو ویجاړ کړي راته
سیلاب وي موږ ورسره یوسي خلي
* * *
خپله مدعا چې سرته ورسوي
د خپل وطن په لوري دوی روان شي
موږ وایو دادی بل قدرت مو مات کړ
اوس به مو بیرته وران وطن آباد شي
* * *
بس یو دوه،دری څلي نور هم آباد کړو
وطن مو هغسې ړنګ بنګ پاتې شي
غاصب په روغو پښو ووځي رانه
راته میراث یې یو بل جنګ پاتې شي
۱۳ / ۱۰ / ۱۳۸۷
کابل
دپاريال خوبونهبشپړ شعر ولولئ
دپاريال خوبونه
علم ګل سحر