د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي علم ګل سحر شعرونه

دپاريال خوبونه

يم ستومانه بل ديار کې ستا شين خال په خوب کـــې وينم
 
چـــيرته خــــړو اوبـــــو وړی هغه لال په خوب کــــې وينم
 
بيګــــا شپه مـــــې ستا لـــه غـــــمه بيا دچـرسو چـــلم ډک کړ
 
د زړې کــــلا له بامــــــه زري شـــــال په خـــوب کـــې وينم
 
لــــه دوبۍ تـــر هندوستانه ، ســــتا ولورمې پـــوره نه کړ
 
دپنجاب ګـــــرميو وسوم،تيرمــــهال په خوب کـــې وينم
 
آبا تـــــير نه بوړی کــــوز کړي، دخـــوښۍ ډزونه وکـــړي
 
ستا يې مالګه وي راوړې،شين دسمـــال په خـوب کې وينم
 
لاس دې ســـــره وي په نکــريزو،په پيکــي دې دړۍ پورې
 
چې مې سترګې سره ورشي،بس پاريال په خوب کې وينم
 
چـــې ويده شم راشي کــــيني توتکــــۍ اروا مــــې سر ته
 
رانه ژوند دمينې غواړي، هسې خيال په خوب کې وينم
 
ژونـــــد نشه دی، کــــه يوخوب دی؟ که دمينې ازموينه ؟
 
مــــــودې وشوې بـې ځوابه دا يوسوال په خوب کې وينم
 
پکتيا – زرمت # پاريال : په غزني اودپکتيا او پکتيکا په ځينوسيمو کې هغې پردې ته پاريال وايي چې دواده په لومړۍ شپه يې ناوې ته دخونې په کونج کې جوړوي ، په ځينو سيمو کې ناوې دری شپې په دې پرده کې ناسته وي. # دړۍ: دناوې په اوربل او زلفو يو ډول ګلدار ښکلي کاغذونه ټومبي
د شاعر نور شعرونه ←