د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل منشا ودیر

د ګل منشا ودیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

ا شــــنـــــا چـــــي کــــــډه بـــــاروو په کومه لاره به ځو

د خـــــړ خـــیــــبـــــر پـــــه سر که خیژو سمدواره به ځو

دلـــتــــه هــــغـــــه ټــــپـــــه پــښــتون له سره نه تیروي

مـــــونــــږ تـــــري ټــــپــو ګلونه ځو تر قندهاره به ځو

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

30 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

که غواړي څوک يې غواړي د جذبو لپاره يې غواړي

زمــا ســر پري خيرات کړي که پښتو لپاره يې غواړي

احـــســـاس مـــي دجـــنـــون پـــه کــلي تير شولويارانو

شـــړيــــد لــــي ګـــريــــوانــونـه ليونو لپاره يې غواړي

لـــه دغــــه خـــم يـــې غــــواړي دجــانان تڼاکي شونډي

دځـــان دمــســتـيــدونــــه چــي تـوبو لپاره يې غواړي

دا ستـــرګـــي دحـــالاتـــو څـــه کــاږه واږه راګـــــوري

يــوکلک ګذار په سوک دسميدو لپاره يې غواړي

يـــو څـــه ټک خوشوي ودير لاس تر زني ناست دي

يـــو څــــو دغــــزل تـوري خوزيدو لپاره يې غواړي

څیریږيبشپړ شعر ولولئ

څیریږي

ګل منشا ودیر

فـــلـــــک په کي لغړ شو خود به ستا کریوان څیریږي

زمونږ د زلفوتورکي پــــه دونـــیــــا ګـــریــوان څیرږي

پرون په زخمي ګوتو مـــــي سپن سري مور بښۍ کړ

ای وخته تـــــوره بـخــتــه نن مي بیا ګریوان څیریږي

اسمانه ته غـــــوریــــږه ستا به هم پري زور اوبه شي

ددي کـــلــــي پــــه چـــم کي په هر چا ګریوان څیریږی

په اوښکو رازرغوان شو بي موسمه وران کنډرکي

ســـپــــرلـــیـــــه لارویــــه اوس په تا ګریوان څیریږي

ورځــــه شیخه ته یې سر کړه په چلم سکروتي ایښې

زردشـــــت پــــه معبده کي بس همدا ګریوان څیریږي

یـــــو تــــنــدر سواي ودیره داغیار په بر ندوسترګو

پـــیـــړي بـــه پــیـــړي اوړي تـل زما ګریوان څیریږي

په کو لاره به ځوبشپړ شعر ولولئ

په کو لاره به ځو

ګل منشا ودیر

ا شــــنـــــا چـــــي کــــــډه بـــــاروو په کومه لاره به ځو

د خـــــړ خـــیــــبـــــر پـــــه سر که خیژو سمدواره به ځو

دلـــتــــه هــــغـــــه ټــــپـــــه پــښــتون له سره نه تیروي

مـــــونــــږ تـــــري ټــــپــو ګلونه ځو تر قندهاره به ځو

اوښــــکــــي مــــې واخله اب سینه که څپه پیداکړي

په مړ ساحل جـــــالاوان ژاړي وایې موج داره به ځو

زومــبـــک زومــبــــک څڼو کي کیده د نارنج ګلونه

د ګـــلـــــو ښــــــار دریــــادوم تــــــر نــنګر هاره به ځو

چـــــي شــــــوي وږمــــي په ګل سپري په کابلیو څڼو

دکـــــوم کـــــــوچـــي په پل به پل ږدو په قراره به ځو

بـــیــــا بـــه و دیــر ستاسي کوڅه کي هله پیښه کوي

چي په ننګو نو سترکي سري شوي ستا لپاره به ځو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 ښځه دې کونډو خور دې ورارو مور دې  بورو پسي 

ځان دې ټوټې ټوټې کړه والوتي په حوروپسي
 
هغه چې تاته وایې ځه د جنت لار همدا ده 
خپله د تاک شونډی زبیښي ورک زلفو ګورو پسي 
 
ای د یمن ، بغداد ، دمشق او دکابل خدایانو 
څومره مو یوړل څومره نور لیږئ خجورو پسي 
 
بیا اوازه ده چې راځي دلته پردۍ لښکری 
بیا اوازه ده خلک بیا لاړل په تورو پسي 
 
شو د پاچا او د بلا تر منځه دل  ودیره 
اوس به نو څوک او څنګه راشي موږ مجبورو پسي 
بدلونبشپړ شعر ولولئ

بدلون

ګل منشا ودیر

 ادلون بدلون دی دنومونو نور نوڅه دي په کې

وژل قانون دی د نومونو نور نو څه دي په کې

سپینه جنډه یې کړه راښکته توره يې پورته کړله
نوی ازمون دی د نومونو نور نو څه دي په کې
 
غزا غزا ، غزا غزا ، جهاد جهاد نه سیوا 
نور خو قارون دی د نومونو نور  نو څه دي په کې
 
بیا به چنار چنار ځوانان را ځیني وړي هره ورځ
شروع للون دی د نومونو نور نو څه دي په کې
 
موخه مسکو وي که تهران پریږده چې ورشي پسي 
نن مو پرون دی د نومونو نور نو څه دي په کې
 
موږ د ګاونډ ګټي ساتو ګاونډ مو کور ورانوي 
اوس خو پری یون دی د نومونو نور نو څه دي په کې
 
دریغه عبرت له تیرو نه اخلو خو پام چې دا وار 
ستړی پښتون دی د نومونو نور نو څّه دي په کې
 
ما به کړي مړ کور به مې وران کړي لکه تل ودیره 
د وخت جنون دی د نومونو نور نو څه دي په کې 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 هسي نه خوله کې دې راشین شي نور یې مه یادوه 

نجیب تره کې که امین شي نور یې مه یادوه
 
که د نړۍ د کارخانو صابون پری ټول ومږي
په رب که بیا هم کارمل سپین شي نور یې مه یادوه
 
چې وطن وران ، ورورمې را مړ او ما په بل وپلوري 
که رباني که ګلبدین شي نور یې مه یادوه
 
په ړندو سترګو مو یو ړوند ځانته رهبر نیولی 
دین به مو پاتي راته غین شي نور یې مه یادوه
 
چې د  جهاد جلب تاچري او کارتر سره وي 
بدنام بدنام به مو دا دین شي نور یې مه یادوه
 
په میلونونو اواره زخمي شهید موورکړل 
پایله یې چور تالان أین شي نوریې مه یادوه
 
د رهبرانو د جهاد فتوا له کفر سره 
خپله اوس کفر سره زین شي نور یې مه یادوه
 
اوس روس پلوه پرچمیان له ایخوانیانو 
ویشي قدرت ستا دې یقین شي نور یې مه یادوه
 
له مجاهده  یې طالب اوس له طالبه داعش 
نور به له څه او څه رنګین شي نور یې مه یادوه
 
ته انتظار یې وخت به تاته بل خوشال زیږوي 
د راتلو وار به هم د چین شی نور یې مه یادوه

خلق و پرچم ایخوان طالب او داعش 
روس امریکا  سره دې خوړین شي نور یې مه یادوه 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

د ګلورین ښایست سپرغۍ مې په ځیګر ماتوي

دسپیلنو ټقا راځي څوک یې نظر ماتوي
 
نه یې چت پاتي نه یې در ، دروازه پاتي خو 
یو څوک راغلی دغې وران کنډر ته ور ماتوي
 
ما اوریدلې خو یقین مې لا پوخ شوی نه وو 
دا نظربازه خو ریښتیا کاڼي د غر ماتوي
 
دا له ادمه تر دې دمه اوس دود شوی دلته 
یو یې راغواړي بل یې بیا ورته لښکر ماتوي
 
د خپلو اوښکو په اوبو یې هر سړی ماتوي 
په خورمایې شونډو روژه به بختور ماتوي
 
ژبه په شونډو تیرو د خم او جام تر څنګه 
لا خو دروغجن ساقي لوظونه سر په سر ماتوي
 
ته تری خبر نه یې ودیره دغه شوخه شنګه 
دورځي څومره زړونه دا هر ماذیګر ماتوي

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 موږ پورته کړي له دې خاورو ډیر پراته سرونه

لکه ښامار د ځینو خلکو واوه سرونه
 
واړه بچیان یې اوس د بل در کې خیرات ټولوي 
چا چې ښندلي په دې خاوره وخواږه سرونه
 
مو خو پوښتنه په هر وخت له نه سړی کړیده 
دا لکه ځان په شان راوښایې څو نه سرونه
 
چرته به ناست پلو چلو ته په دربارکې هغه 
چاچې له ورځي رانه اخیستل شپیته سرونه
 
کلی د جنګ تاړاک ځپلی و ښوونځی یې نه 
پیدا دښار لوستو کې هم نه شول درانه سرونه
 
غل و ډاکو ، خاین ، رهزن په لمړی صف کې ولاړ 
موږ ورپه سر کړلي پګړۍ چې څو راتله سرونه
 
په لاس ورغلی مې ملا ته دی تقدیر ودیره 
نړۍ بدله خو بدل نه شول واړه سرونه 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 ولویدمه لاس راکړه را جګ مې کړه 

ځغاستي ته یو اس راکړه راجګ مې کړه
 
سرو شونډو نه بره پوره یو څپک 
ځای په تندي پاس راکړه راجګ مې کړه
 
بس چې ځان ، جانان او انسان درک کړمه 
دومره یو احساس راکړه راجګ مې کړه
 
نه غواړم تول خم خو درنه نه غواړم
خیر دی یو ګیلاس راکړه راجګ مې کړه
 
درد که د تڼاکو پری کمیږي ستا 
ماته تری بړاس راکړه راجګ مې کړه
 
زور د یوه ګل غرور دپیج سره 
روح له نواپاس راکړه راجګ مې کړه 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 زه خو یې غواړم خیال مې ولې هغه لورته نه وړي 

په نیمو شپو کې مې د چا د بنګړو شورته نه وړي
 
د ځوانیمرګو هیلو لو ته مې ارمان ولاړ دی 
غشي دې ولې ورته وایه لاس دې لورته نه وړي

واورین بشر ته مې سپارلې غنمرنګه ځواني
نیمه ویلیږي ښه  شو دا چې ټول مې اورته نه وړي
 
دې مخامخ کنډو نه ورور په نخه کړی یمه
په وینو رنګ تابوت زما دې خلک مورته نه وړي
 
نن د وطن په ننګ شهید ګولۍ په سر خوړلي
زه خو پری شمعي بلوم خو مایې کورته نه وړي
 
یوازي زه ترینه رنځیږم ښه شوه ډیره ښه شوه 
چې پرهرونه د زړګي مې کوم پیغورته نه وړي
 
یوې مجبورې خپل مغرور ښایست لیلام ته ایښی
بله مجبوره دې ودیره څوک لاهور ته نه وړي