افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زه خو یې غواړم خیال مې ولې هغه لورته نه وړي
په نیمو شپو کې مې د چا د بنګړو شورته نه وړي
د ځوانیمرګو هیلو لو ته مې ارمان ولاړ دی
غشي دې ولې ورته وایه لاس دې لورته نه وړي
واورین بشر ته مې سپارلې غنمرنګه ځواني
نیمه ویلیږي ښه شو دا چې ټول مې اورته نه وړي
دې مخامخ کنډو نه ورور په نخه کړی یمه
په وینو رنګ تابوت زما دې خلک مورته نه وړي
نن د وطن په ننګ شهید ګولۍ په سر خوړلي
زه خو پری شمعي بلوم خو مایې کورته نه وړي
یوازي زه ترینه رنځیږم ښه شوه ډیره ښه شوه
چې پرهرونه د زړګي مې کوم پیغورته نه وړي
یوې مجبورې خپل مغرور ښایست لیلام ته ایښی
بله مجبوره دې ودیره څوک لاهور ته نه وړي