افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ولویدمه لاس راکړه را جګ مې کړه
ځغاستي ته یو اس راکړه راجګ مې کړه
سرو شونډو نه بره پوره یو څپک
ځای په تندي پاس راکړه راجګ مې کړه
بس چې ځان ، جانان او انسان درک کړمه
دومره یو احساس راکړه راجګ مې کړه
نه غواړم تول خم خو درنه نه غواړم
خیر دی یو ګیلاس راکړه راجګ مې کړه
درد که د تڼاکو پری کمیږي ستا
ماته تری بړاس راکړه راجګ مې کړه
زور د یوه ګل غرور دپیج سره
روح له نواپاس راکړه راجګ مې کړه