د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل منشا ودیر شعرونه

غزل

 هسي نه خوله کې دې راشین شي نور یې مه یادوه 

نجیب تره کې که امین شي نور یې مه یادوه
 
که د نړۍ د کارخانو صابون پری ټول ومږي
په رب که بیا هم کارمل سپین شي نور یې مه یادوه
 
چې وطن وران ، ورورمې را مړ او ما په بل وپلوري 
که رباني که ګلبدین شي نور یې مه یادوه
 
په ړندو سترګو مو یو ړوند ځانته رهبر نیولی 
دین به مو پاتي راته غین شي نور یې مه یادوه
 
چې د  جهاد جلب تاچري او کارتر سره وي 
بدنام بدنام به مو دا دین شي نور یې مه یادوه
 
په میلونونو اواره زخمي شهید موورکړل 
پایله یې چور تالان أین شي نوریې مه یادوه
 
د رهبرانو د جهاد فتوا له کفر سره 
خپله اوس کفر سره زین شي نور یې مه یادوه
 
اوس روس پلوه پرچمیان له ایخوانیانو 
ویشي قدرت ستا دې یقین شي نور یې مه یادوه
 
له مجاهده  یې طالب اوس له طالبه داعش 
نور به له څه او څه رنګین شي نور یې مه یادوه
 
ته انتظار یې وخت به تاته بل خوشال زیږوي 
د راتلو وار به هم د چین شی نور یې مه یادوه

خلق و پرچم ایخوان طالب او داعش 
روس امریکا  سره دې خوړین شي نور یې مه یادوه 
د شاعر نور شعرونه ←