د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

هیواد شیرزاد

د هیواد شیرزاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

نوم مې هېواد دی. د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي په مىاشت کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى يم،  کلی مې چې شورلا خېل نوميږي، د ننګرهار ولايت د شېرزادو د ولسوالۍ پورې مربوط دی . ځکه شېرزاد تخلص کوم.
لومړنۍ زده کړې مې د جلال آباد د ښار د محبوب سنګر (چې وروسته يې نوم نصرت  شو) په ښوونځي کې کړي دي، بيا مې خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي پورې د ننګرهار ولاىت په عالي لىسه کې پاى ته ورسولي. د ۲۰۰۰ کال راهيسې  د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروم. اوس په سويډن کې خپلې زده کړې کوم او همدا شان په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د خپرونې  (( نوې هيلې ))  د کمپيوټر چارې پر غاړه لرم .
خبر نه يم  چې د شعر سره مې مينه کله او څنګه پيدا شوه، خو کله به چې زموږ د پښتو ادبياتو استاد ښاغلي يارمحمد کوچي د ارواښاد ګل پاچا الفت "ليکوالي" راته تدريس کاوه او په هغه کې به يې په خوږو شعرونو مثالونه ورکول، نو خدای شته ما به ترې ډېر خوند اخيسته .
تراوسه مې يو څو کرښې ليکلي، چې ځانته شاعر نشم پرې ويلای، خو د شعر ډېر ښه مينه وال يم. د هر چا هر رنګ شعر چې وي ماته يې لوستل ډېر خوند راکوي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

د زړه آوازبشپړ شعر ولولئ

د زړه آواز

هیواد شیرزاد

وران وطن ته مې بهار يم، يم سپرلی د سرو ګلونو
لېونی يمه د مينې، يم زمری د جګــــــــــــــو غرونو
چې زمونږ ښکلی وطن يې په ميرو راته بــــدل کړو
د هغوی په کور راولېږم، لکه شړک له آسمــانونو
د يتيم له خولې وتلی، د ښېرو نه ډک فــــــريـاد يم
زه له اوښکو جوړه شوې، يو څپه يم د ســــــيدونو
ناکرار به يم ترڅو چې، د ظالم ټغر ټول نــــــــــکړم
دا قسم دی ما خوړلی، د شهيد په مـــــــــــزارونــو
د وطن ښکلې جنډه مې، تر آسمـــــــــانــه جګومه
د غيرت ډک افغان يم، جنګيالی يم د جـــــنګونو
له غمونو نه جوړ شوی د هيبته ډک تـــــــوپـان يم
کور به وران کړمه د ظلم زه په داسې توپانـــــــونو
د (( هېواد )) د زړه فرياده، د قاتل په کوڅو ورشه
ترې راجګې نجازې کړه د مړو شوو آرمانــــــــــونو
څو پښتنې خبرېبشپړ شعر ولولئ

څو پښتنې خبرې

هیواد شیرزاد

راشه چې بيا د عشق کتاب نه څو کيسې وکـــــــــــــړو
کښېنه جانانه څو خبرې پښــــــــــــــــتنې وکــــــــــــــــړو

څوک چې زمونږه پاکې مينې ته په سپکه ګــــــــــوري
تڼۍ به وشلوو هغوي ته به ښـــــــــــــېرې وکــــــــــــــــړو

دا چې زمونږ خواږه خوبونه په غړمبا تښـــــــــــــــتوي
وربه شو ، دې مغرور آسمان ته به ګيلې وکــــــــــــــــړو

راځه چې لاړ شو بيا د هېرې ميکدې په لــــــــــــــورې
ساقي به ووينو، سلام به د پــــــــــيالــــــــــې وکــــــــړو

باد يې د څڼو بوي راوړي له کـــــــوهـــــــي قافه ځينې
ځه پسې ورشو ددې ښـــــــــکلو نـــــــــندارې وکـــــــړو

دلته هر چا خپل ځانته خپله مهرابونه جوړ کـــــــــــړل
مونږ به هم لاړ شو خپل مهراب کې به سجدې وکـــړو

دوي چې په وينو باندې رنګ لاس کې تسپــې اړوي
ددوي په ښار به توپانونه زلــــــــــــزلې وکـــــــــــــــــــړو

ولې د خپلو اوبو جام ترڅنګه تــــــــــــــږي نـاست يو؟
لږ به تپوس له دې بې رحمې زمــــــــــانـــــــــې وکـــــړو

" هېواده" ! وايه بيا د چا پر کلي شپـــــــــــــــــه اړوو؟
چې بيا خوږې خوږې خبرې څو شېـــــــــــــبې وکــــــــړ

ای وطنهبشپړ شعر ولولئ

ای وطنه

هیواد شیرزاد

سر به ستا په نوم قربان کړو ای وطنه
 څو چې لوړ داستا نښان کړو ای وطنه


 زمونږ وينه کې همدومره زور پيدا کړه
 چې نابود دې دُښمنان کړو ای وطنه


 ستا خوږه مينه مو زړه کې ده ساتلې
 هر يو درد به دې درمان کړو ای وطنه


 ستا په پاکه سينه مونږ خاپوړې کړي
 ستا دښتونه بـــــه ګُلان کړو ای وطنه


 ته مو مور يې مونږه واړه ستا بچيان يو
 تا به لمر د شــــين اسمان کړو ای وطنه


( هېواد ) لوړه کړي دا ستا په پاکه مينه
 تا بــــــــــــــه بيا افغانستان کړو ای وطنه

سجدېبشپړ شعر ولولئ

سجدې

هیواد شیرزاد

چې درته ســـــــوال د سپينې خولې کومه
 ياره خــــــــــو نــــــــوم ته دې سجدې کومه


څه دې ښايست، څه دې د سترګـــــــو اثر
 چې په سپېرو کوڅو دې شپې کــــــــومه


ستا د ښايسته بشر ديـــــــــدن لــــــپاره
 سوځم پانوس غوندې لمبـــــــې کومه


خلک خپل رب ته په سجدو پراته دي
 زه عبادت ستا د کـــــــــــــــــوڅې کومه


ژبه مې ګونګه شه چې ستا په حق کې
که زه به بل چاته ګــــــــــــــــــيلې کومه


په زړه دې څه دي هغه هــــــــــم ووايه
 نورې سلګۍ وړې ، وړې کـــــــــــومه


( هېواده ) ناست يم د ديدن په تــــــــمه
 په تورو شپو کې شو ګيرې کـــــــــومه

د ژړېدو ورځې شوېبشپړ شعر ولولئ

د ژړېدو ورځې شوې

هیواد شیرزاد

 زړګـــيه ستا د ژړېـــدو ورځـــــې شـــوې
 چـــــــــې د اشنا د بېلــــېدو ورځې شـوې


اشــــــــنا په تلو کې وېلې بــــېرته راځــم
څومره اوږدې يې د راتلو ورځې شـوې


 اوښکې له سترګو رخـــــــصتونه اخلي
 په ګــــــــــرېوانه د څڅېدو ورځې شوې


هسې نه ټو جــــــهان لمبه ــ لــمبه شــي
 د ســــــــوي زړه د اوسېلو ورځــې شوې


 وبه چــــــوي دا زړګــــی به هم لمبه شــي
 چې په نصيب يې د لمبو ورځې شــوې


 ( هېواده ) واخله کنډ کچکول درســـره
په بيابان د ګـــــــرځېدو ورځـــــې شوې

د زړونو کيسېبشپړ شعر ولولئ

د زړونو کيسې

هیواد شیرزاد

بس دې نور مه کړه د غــــمونو کيسې
 راشه چې وکــــــــــړو د ګلونو کــــيسې
 د دوزخـــــــونو په کــــيسو ستړي شــو
 نــــن به کـــــــوو د جنـــــتــــــونو کيسې

ځه چې نن ﻻړ شو د ساقي خــونې ته
 زمونږ په شان د لېونــــــــي خونې تــــه
 هغه هم مــــــــونږ غوندې په ميو مين
 که ترېنه واورو د جامـــــــــونو کيسې

 دلـــته راځي څوک چې غمــــونه لري
 په زړه زمــــــونږ غوندې دردونه لري
 مونږ به هم واړوو پـــــــه سر جامــونه
 که شي مو هــــېرې د زخمونو کيسې

 جـــانانه راشــــــــه دا دنيا وګــــــــــوره
 پخــــپلو سترګو دا ښـــــکلا وګــورو
 تر څو به ناست يې د زاهد خولګۍ ته
 تر څو به اورې د خــــــــيالونو کيسې

 په مـــــــــــا او تا ده دا دنـــــيا ودانــــــه
 مــــــــونږه چـــــې نه يو نو په چا ودانه
 ( هيواد ) به نه وي ارمانجن به ګرځې
 هيـــڅوک به نه کوي د زړونو کيسې

هغه شپې مې نه هيريږيبشپړ شعر ولولئ

هغه شپې مې نه هيريږي

هیواد شیرزاد

عـــــــــمر تېــــر شو هـــــغه شپې مـــــې نه هيريږي
 د وطـــــــــن خــــــړې کوڅـــې مـــــې نه هــــيريـــږي

 د بـــــــاران اوبـــــــــه به ﻻندې پکې ډنډ شــــوې
 هـــــغه تـار په تــــــار خـــــــيمې مــــــې نه هيريږي


 باد بـــــاران به پــــــه هـــــــوا باندې کـــړې جګـــې
 په مــــــــزار د ورور جنـــــــډې مـــــــې نه هيريږي


 خــــــوږ وطـــــــن يې راته ټول کـــــنډو کنډو کړو
 د بــــاروتو ســـــــــرې لـــمـــبـــې مـــــې نه هيريږي


 چې يو ورور به په بــــــل ورور باندې ويشـــــتل
 د راکـــــــټو انــګـــازې مـــــــې نــــــه هــــيـريـــــږي


 چـــــــې د پـــــلار د تودې غــــېـــږې په ارمان وو
 د يــتيم ها ســــترګــــــې ســــــرې مې نه هـــيريږي


 ډېرې خويندې وريندارګانې مې شوې کونډې
 کــــــتارونــــه جــــــنازې مــــــــې نـــــــه هــــيـــريږي


 څه ناسازې وې چې مــــــــونــــږ باندې ونه شوې
 د ســـــتم تــــــورې تــــيــارې مــــــــې نه هـــيريږي


 ﻻ مـــــې غچ وربانــــدې پاتې دی ( هــــېــــواده)
 د دښـــــمنو نـاکـــــردې مـــــــــې نــــه هـــيـــريـــږي

د خيالونو دُنياګۍبشپړ شعر ولولئ

د خيالونو دُنياګۍ

هیواد شیرزاد

د خـــپل يار پـــــه سينه پروت وای ــ سره لبان مـــــې ښکلولای
 د خـــــــوږې مــــينې دُنيــا وای ــ تور زلفان مـــــــــې لـــــوبــولای


د ښايسته ګلو بـــــاغچه وای ــ چــــــــې جـــانان مې راسره وای
زه مــــــاليار ددغـــــه باغ وای ــ ســــــــــره ګُلان مـــــــې بويوﻻی

 
 د دلبر په ﻻس کــــــې جـــــــام وای ــ زه مې يار ته په سلام وای
جام منګُل کـــــې د جـــــانان وای ــ په ورو ورو مــــې غړپولای


 د يار سترګې ميخانې وای ــ دواړه شونډې سرې پيالې وای
 پکــــــې پروت نــــشه،نـــشه زه ــ ســــــــره شراب يې راکــــولای


 د خـــــيالو يوه زانګـــو وای ــ چـــې خـپل يـــار ته په کتـو وای
 د يو بـــــــــل په تمــــــاشــــــه وای ــ تــــر سهـــــاره زنـــګېــــدﻻی


 د ګُلـــــرخ زلفــــو کې باغ وای ــ پکـــې بل د عشق څـــراغ وای
 مـــــــا هېواد شېرزاد ژړﻻی ــ خـــــــو چـــــــــې يار راته خندﻻی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

هیواد شیرزاد

اوښکې مې تا پسې بهيـــــــــږي، ته به کله راځې؟ 
 ستا ښکلی سترګې مې ياديږي، ته به کله راځې؟


 ته د څو شپو په وعده لاړلـــــــــې چې بېرته راځې
مياشتې کلونه دې تېريـــــــږي، ته به کله راځې؟


 په شپه کې ناست يمه سپوږمۍ ته دې صفت کومه
 دا د غم شپې نه سباکيــــــــــــــــږي، ته به کله راځې؟


 زما د سترګو نه د وينو ســـــــــــره ډنډونه جوړ شول
 هر وختې تاپسې ژړيږي، تــــــــــــــــــه به کله راځې؟


 زړه ته مې وايمه چې صبر شه نــــــــــــــــور مه ژړېږه
 د زنې خال دې نه هېريږي، ته به کــــــــــــــــله راځې؟


 د خدای لپاره ګلې راشه نور دې خپل کلي ته
 زړه د هېواد شېرزاد خوږيږي، ته به کله راځې؟

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

هیواد شیرزاد

بېلتانه يم ژړولــــــی ــ په ژړا مـې ســترګـــې ســــرې دي 
 په زړګي باندې مــــې بلـــــې د هـــجران د اور لــمبې دي


 څه ګيله به له اغيار کړم، پدې حال چې اوس زما دی؟
 چـــې خپل رب راته ليکلــي د ازل کــــرښې سپېرې دي


 چې په خوب کې راپه ياد شـــي، ناکرار شم په ژړا شـــم
 هېرېدل يې ماته ګران شول د اشنا سترګې خــــوږې دي


 چې مې زړه پکې بايللی، اوس نو چېرته ترېنه ﻻړ شم؟
 لــــه جنته مـــــاته ګــــــرانې د جــــــانان خړې کــوڅـې دي


 د کـنــعــــــان سپـينې کــــوتــرې، د يوســـف لاره راښـــيه
 ما په خوب بېګا ليدلي د اسمان سترګـــــې کـــــږې دي


 دا خندا به دې په غم کړم، ائ غمازه که درخلاص شوم
 خو افسوس چې له ازله مـــې پــــه پښو کـــې زولنې دي


 د هېـــواد جــــانـــانـــه راشــــه، روح د تــنه پـــه وتـــــو دی
 زکندن راحضور شوی د ژونــدون وروســتۍ شـېبې دي