د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي هیواد شیرزاد شعرونه

غزل

اوښکې مې تا پسې بهيـــــــــږي، ته به کله راځې؟ 
 ستا ښکلی سترګې مې ياديږي، ته به کله راځې؟


 ته د څو شپو په وعده لاړلـــــــــې چې بېرته راځې
مياشتې کلونه دې تېريـــــــږي، ته به کله راځې؟


 په شپه کې ناست يمه سپوږمۍ ته دې صفت کومه
 دا د غم شپې نه سباکيــــــــــــــــږي، ته به کله راځې؟


 زما د سترګو نه د وينو ســـــــــــره ډنډونه جوړ شول
 هر وختې تاپسې ژړيږي، تــــــــــــــــــه به کله راځې؟


 زړه ته مې وايمه چې صبر شه نــــــــــــــــور مه ژړېږه
 د زنې خال دې نه هېريږي، ته به کــــــــــــــــله راځې؟


 د خدای لپاره ګلې راشه نور دې خپل کلي ته
 زړه د هېواد شېرزاد خوږيږي، ته به کله راځې؟

د شاعر نور شعرونه ←