د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي هیواد شیرزاد شعرونه

سجدې

چې درته ســـــــوال د سپينې خولې کومه
 ياره خــــــــــو نــــــــوم ته دې سجدې کومه


څه دې ښايست، څه دې د سترګـــــــو اثر
 چې په سپېرو کوڅو دې شپې کــــــــومه


ستا د ښايسته بشر ديـــــــــدن لــــــپاره
 سوځم پانوس غوندې لمبـــــــې کومه


خلک خپل رب ته په سجدو پراته دي
 زه عبادت ستا د کـــــــــــــــــوڅې کومه


ژبه مې ګونګه شه چې ستا په حق کې
که زه به بل چاته ګــــــــــــــــــيلې کومه


په زړه دې څه دي هغه هــــــــــم ووايه
 نورې سلګۍ وړې ، وړې کـــــــــــومه


( هېواده ) ناست يم د ديدن په تــــــــمه
 په تورو شپو کې شو ګيرې کـــــــــومه

د شاعر نور شعرونه ←