افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
د ژړېدو ورځې شوې
زړګـــيه ستا د ژړېـــدو ورځـــــې شـــوې
چـــــــــې د اشنا د بېلــــېدو ورځې شـوې
اشــــــــنا په تلو کې وېلې بــــېرته راځــم
څومره اوږدې يې د راتلو ورځې شـوې
اوښکې له سترګو رخـــــــصتونه اخلي
په ګــــــــــرېوانه د څڅېدو ورځې شوې
هسې نه ټو جــــــهان لمبه ــ لــمبه شــي
د ســــــــوي زړه د اوسېلو ورځــې شوې
وبه چــــــوي دا زړګــــی به هم لمبه شــي
چې په نصيب يې د لمبو ورځې شــوې
( هېواده ) واخله کنډ کچکول درســـره
په بيابان د ګـــــــرځېدو ورځـــــې شوې