د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

امان الله سيلاب

د امان الله سيلاب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

امان الله سېلاب ( ساپي ) د نصرلله زوی په ١٣١٢ هجري کال دسنبلې په مياشت کې د ننګرهار ولايت د کا مې په ( غازي ) نومې کلي کې زېږېدلی دی ، لومړنۍ زده کړې يې د کامې د اخوند کلي د ښوونځي څخه پېل اوپه ١٣٢٥ کال کې د ښوونځي بری ليک ترلاسه کړ او بيا شپږ کاله په ځانګړي توګه د فقې اصول ، تفسير ، احاديث صرف نحو، منطق ، حکمت ، عروض او نورو متداوله علومو په برخه کې ځنې کتابونه ولوستل . په ١٣٣١ کال کې د کابل د قاضيانو د مدرسې په دوېم ټولګي کې شامل شو او بيا له درېم ټولګي څخه د کابل د عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته لاړ ، په ١٣٣٤ کال کې يې د عربي دارالعلوم څخه بري ليک ترلاسه کړ او بيا يې د عدلي وزارت د الفلاح د مجلې په دفتر کې په کار پېل وکړ .

په ١٣٣٩ کال کې د راډيو د خپرونو د مراقبت کفيل مقرر شو او بيا د راډيو افغانستان په بېلابېلو خپرنيز برخو کې په کارونو بوخت شو . سېلاب ( ساپي ) چې خپله شاعري يې په  ١٣٣٠ کال کې پېل کړې د پښتو ژبې ډېر ښه غزلبول شاعر و .

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

لېونۍ مينې کړمبشپړ شعر ولولئ

لېونۍ مينې کړم

امان الله سيلاب

لېونۍ مينې کړم اشنا د بيابانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
اوس راته غرونه ګړنګونه
ښکاري د مينې محلونه
د غره په سر کېږدۍ وهمه دجانانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
د چا د شوخ نظر لپاره
په غرونو ګرځم ناکراره
ماته دی غوره ببر سر څيرې ګرېوانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
د لېونۍ مينې د لاسه
ناست يم د غم د غره له پاسه
د تصور په ټال زنګيږم د خپل ځانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
مينه کې دومره بې پروا يم
چې اوس خوشاله په سارا يم
د مينې شور مې لږېدلی د اسمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
(سېلابه ) زړه راته ژړيږي
وړې سلګۍ مې نه ودريږي
اخر به لاړ شم له دنيا نه د ارمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امان الله سيلاب

پــــــــــرســــــان لـــــــــــــه راشــــه
 لــــــه هــجــــــره مــــــــــــرمــــــــــه
 شــــــالـــــــيــــلا شـــــــــالــــــيلا
 
 ســــــــــتـــــــــــا د زلفانو ځنځېر
 غــــــــــمــــاز ته وركړم دستګېر
 د هــــــــجـر جېل كې ژړا كوومه
 شـــــــــــالـــــيـــــــــــلا شـــــــاليلا
 
 راشـــــــــه پـــــــرســــــــان له ياره
 راوړه درمــــــــــــان نـــــــګــــاره
 ارمـــــــــان مې ته يې آرزو لرمه
 شــــــــــــالــــــــــيـــــــلا شــاليلا
 
 ســــــــتــــــــــا په درګاه يم فقير
 ولاړ د وصـــــــل ســــــــوالګېر
 دا سوال منظور كه په تمه تمه
 شــــــــــالــــــــيـــــــــلا شـــــاليلا
 
 سېــــــــــلاب رنځور اوپر كال
 شـــــــــومــــــه د مېنې په خيال
 د عشق په ټال كې ټالۍ وهمه
 شــــــــــــالــــــــيـــــــلا شــــاليلا

هغه بينا څه كومبشپړ شعر ولولئ

هغه بينا څه كوم

امان الله سيلاب

چـــــــې دټــــــګــــــــۍ دامــــــونه ږدي هغه اشنا څه كوم
 چې حقيقت نه ښــــــــكــــــــاروي هــــــغــــــه مـــلا څه كوم
 دعــــــــــــدالـــــــــــت او مساوات نه چې بيرون اوسېږي
 هــــــــغــــــــه ژونـــــــــــدون هغه قانون هغه دنيا څه كوم
 چـــــــې تــــــــرحــــــــــم عــــــاطفه لطف په مسكين نلري
 هــغــســې خـــپــــل او هـــــغــــــه سيټ هغه بينا څه كوم
 پــــــــــــه فـــــقــــــېــــرانو مسكينانو چې تيرى كوي تل
 هغه ظالم هــــــــــغـــــــــه جــــــــابـــــر او بې وفا څه كوم
 چـــې جــــــــامـــــــعـــــــې ته په كې نفع يو بڅرى نه وي
 دتــمـلــق او چــــــاپــــــــړوســــــــۍ چټي وينا څه كوم
 چې په تـــــنــــګسه او بى وسۍ كې مې پكار نشي يو
 داســـــــــــــې خپلوان له ما بې غم او بې پروا څه كوم
 چې د رحمت او فيض باران په كې يو څاڅكى نه وي
 دا بــــــــــــــې اميده باد و ګرد رعد او بريښنا څه كوم
 چـــــــــــــې ورځ پـــــه ورح مزخرفاتوته ترويج وركوي
 داســـــــــــې ســـــپـين ګيرى كلټر او شش كلا څه كوم
 چـــــې غـــــــلا زنـا قمار هيڅ باك نه ګڼي تل يې كوي
 كــــــــه افـــــلاطــون وي په حكمت نو دا دانا څه كوم
 چې ديـــــــن مذهب يې مزخرف بلي عامل يې وي دى
 د نـــــــــــــاروا لـــــيـــــــارې مـــــــلګرى رهنماه څه كوم

مورجانېبشپړ شعر ولولئ

مورجانې

امان الله سيلاب

ســـــتـــانــــــــه زار شمه زما خوږې مورجانې!
 زمــــــــا غــــــم كې وي ستا تل اوښكې روانې
 
 نـــــــــــــن مې زړه كې وهي ستا مينه موجونه
 خـــــــــــداى دې دركـــــــړي تاته واړه جنتونه
 
 تا راكړى لـــــــــــــــــوى نعمت د ژوندانه دى
 لادې ايــــــــښــــــــې په ما نوم د پښتانه دى
 
 اول رادې كــــــــــړه شــــــودو كې د زړه وينه
 پـــــــــــــه كــــــــې ګډه وه د قام او وطن مينه
 
 بيا رازده دې د خداى نوم كړو مورې ماته
 چــــــې شيـــبـــــــه دې فــــكر نه وبلې خواته
 
 ډير په مينه محـــــبـــــــــت دې لـــــــــويــولم
 پــــــــه مــــــــزه پــــــــه الـــلــــهو دې زنګولم
 
 ســــره بـــــوټــۍ دې يم په غيږ كې ګرزولى
 نـــــازولــــــــــى تــــــــل پــــــه مـــينه لوبولى
 
 ســـــتــــا خوږې ژبي ورو ورو په مينه مينه
 كــــــــړه زمـــــــا د ژونــــــــدانه دنيا رنګينه
 
 پـــــــه زارۍ پــــــــه جــــار قربان په اللو كې
 تا د ژوند په هنر پوى كړم په ورو ورو كې
 
 چـــــــــــې پـــــــــه ناز به دې لـه خوبه پاڅولم
 پـــــــــه مــــــــــزه بـــــــه دې د مــــينې پوهولم
 
 كـــــوم خـــــدمت دې كړم په ګوته ماته ګرانې
 ستــــــــانـــــــه زار شمه زما خوږې مورجانې!
 
 راكــــــول بــــــه دې د ننــــــګ غيرت درسونه
 خــــــــــــــــــــداى دې دركړي تاته واړه جنتونه
 
 كـــــــــه د ژبـــــــــې زده كړه ښكاري ډېره ګرانه
 تـــــــــــــا رازده كــــــــــــړه مــــــاته ډېره په آسانه
 
 زه دې لوى كړم په نــــــــــــــــازونـــــــــــو نعمتونو
 د رشــــــــــتــــــــيـــــــنې مــــــــــور ولۍ په صفتونو
 
 چې بــــــهر به مـــــــې لـه خولې سوې زګيروى شو
 پــــــــــــــــه درزابـــــه دې ګوګل كې ګډ زړګى شو
 
 چې سلګۍ بــــــــــــه پــــــه وښكي زما خوره شوه
 ستـــــــــــــا د تـــــــــن پــــــه ښار به ګډه زلزلــه شوه
 
 زمـــــا غــــم كـــې تر ســــــــهــــــــــاره ژړېــــــدلې
 دډيـــــــوې غونــــــــــــدې مـــــــــــې سرته بلېدلې
 
 هـــــــــــم روزونــــــكـــــــــــې يــې زما هم پرستاره
 لاتـــــر اوســــــــــه زمــــــــــا غــــــــــم كـــې ناكراره
 
 مـــــــــــلادې كړوپه سر دى سپين شو په ماتم كې
 چــــــــې ټـــــــــول عــــمر دې كړو تېر زما په غم كې
 
 زه لا هـــــــــــاغـــــــه شــــــــــــان مغرور يمه نادان يم
 نـــــــاخــــــــبــــــــــــره پــــــــــــه كـــــــــږو لارو روان يم
 
 زمــــــا ســـــــــاه ســــــــره ستا ساه ځي پورته ښكته
 مـــــــانـــــــادان تـــــــــــه وې ستا اوښكې بې قېمته
 
 د اولاد د خــــــــوږې مـــــــــيــــــنې قـــــهــــــــرمـــانې
 ستــــــــــانـــــــــــه زار شــــــــمه زما خوږې مورجانې!
 
 تــــــــــــــه خـــــــورې اوس هم كرۍ شپه زما غمونه
 خــــــــــداى دې دركـــــــــــړي تـــــــــاته واړه جنتونه
 
 خــــــجــــــــالــــــــــت يـــــــــم مورې تاته خجالت يم
 چــــــــــــې بــــــــې برخې ستا د مينې لــه خدمت يم
 
 تــــــــــا پــــــــه ځـــــان تودې سړې كړې ډېرې تېرې
 مــــــــاتـــــــه ګــــــــــوره چې لـه سره مې كړې هېرې
 
 تــــــــاويــــــــل كـــــــمـــــكى بچى به مې زلمي شي
 پـــــــــــــــرې پــــــــوره به مې د پاتې ژوند كمي شي
 
 دى بـــــــــه ونــــــيـــــــــــســـــــــي د قام د خدمت لاره
 نو به فـــــــــــخر شي زما د ژونـــــــــــد لــــــــپـــــــــاره
 
 خــــــــــو افـــسـوس چې زه زلمى شوم لېونى شوم
 د ځــــــــــوانــــــــۍ د هـــــــــوســـونو سپېلنی شوم
 
 زه د ژوند په مينه مست يــــــمــــــــه خـــــــــــوشـاله
 د ځوانۍ په نشه ډوب ګرزم پــــــــركــــــــــــالــــــــه
 
 بې خبره بې پروا شــــــــومــــــــــــه لـه تـــــــــانــــــــه
 ځوړند سرګــــــــــــــــرزم د بـــــــــــل څه لـه سودانه
 
 رانه پاتــــې ستــــــــا ارمــــــــــــــان دى لانيمګړى
 مورې خــــــدايـــــــــــــږو زه دې ډېـــــر يم پوروړى
 
 ژونـــــــــــد مـــــــــې تـــېر شو رانه واړه نادانۍ كې
 قيمتي عمــــــر مـــــــــــې لاړو ارزانـــــــۍ كــــــــــې
 
 نــــــــــن لــــــــــــه شـــرمه ځي زما اوښكې پريشانې
 ســــــــــــتـــــــــــــــا نه زار شمه زما خوږې مورجانې
 
 ځــــــــــكـــــــــــه مـــــــــروړم د افسوس ځنې لاسونه
 خــــــــــداى دې دركــــــــــړي تـــاتـــــــه واړه جنتونه
 
 لــــــــكـــــــــه زه زمــــــــا پـــــــــه شانتې ميلياردونه
 پـــــــه نــــــــړۍ مـــــــيــــــــــنــــــــدو روزلي اولادونه
 
 ځــــــــــنــــــــې ځــــــنـې په كې ما غوندې باغي شي
 څـــــــــــــوك د مور تياره ژوندون ته روڼ غمي شي
 
 چــــــــې كــــــــوم ځــوان د ننګ ډګر كې قهرمان شي
 بــــــــريـــــــالــــــــى د ژونــــــدانـــــــه په امتحان شي
 
 يـــــــــا چې څــــــــوك خپلو همزولو كې نامدار شي
 بـــــــــس هــــــــغــــــــه د ميندو وياړ او افتخار شي
 
 هــــــــــــره مـــــــــــــور د خپل بچي په غيرت وياړي
 هـــــمــــــېـــــشه يــــــــې سرلوړي لـه خدايه غواړي
 
 بــــــــخــــــــتــــــــور بــــــه كـــړي د ميندو خدمتونه
 چــــــــې شـــېــــبــــــه شـــــېــــــــــبه ترې اخلې لذتونه
 
 ډېــــــر پــــــــښيمان په تېر عمل يم ګرانې مورې
 ســــتا د پــــــښو خاورې به كړم په سترګو پورې
 
 دا بــاقــــي ژونــــــــد مــــــــــــې وطن ته نذرانه دى
 ســــــــــــتـا سودا كــــــــــې مې زړګى دانه وانه دى
 
 كه ســــــتا روح او زړه پــــــه ژوند رانه خوشال شي
 نو سېلاب به هله ستا د ميـــــنــــې ســــيـــــال شــــــي
 
 اى پـــــــــــه مــــــــا ټــــــــــــــولــــــې دنــــــــيانه مهربانې
 ستا نه زار شـــــــــمـــــه زمــــــا خـــــــــوږې مـــــــورجانې
 
 بـــــــــــې لـــــــــه دې مــــــــــــې پـــــــــه زړه نشته آرمانونه
 خـــــــــــداى دې دركـــــــــړي تــاته واړه جـــــنـــــتـــــونــــه 

دمينې په زانګو كې ټالۍبشپړ شعر ولولئ

دمينې په زانګو كې ټالۍ

امان الله سيلاب

په دنيا دي ډېر تېر شوي عاشقان
 رښتياني ووعاشقۍ كې صادقان
 
 هر يو دى تر خپل مرامه رسېدلى
 ځكه اور باندې ځان سيځي پتنګان
 
 شهزاده سيف الملوك بدرۍ جماله
 د يوسف او زلېخا حال دى عيان
 
 چې مجنون يې لېونى ملنګ كړو خلكه
 د ليلا وې تورې سترګې تور زلفان
 
 شهزاده بهرام ګوره سودايي كړ
 سپين مړوند د ګل اندامې سورپېزوان
 
 كه قصه چا د ممتاز وي اورېدلي
 بې نظيرې پسې تل وو په ګرېان
 
 عاشقي وه د فرهاد او د شيرينې
 په درخو باندې مين وو ادم خان
 
 محبوبا چې جلاتي پسې سپره شوه
 خوشالي پرې وكړه ستورو د آسمان
 
 شهزادګۍ ګنبد شام ته نظر وكړه
 تر قيامت يې لاس په نام دى هغه ځوان
 
 فتح خان او درابيا قصه وګوره
 شه خبر له ګلمكۍ او موسى خان
 
 مومن خان دشيرينۍ ورونو وژلي
 چې ښكاره وو لكه لمر په دې جهان
 
 تور دلى دشهۍ ګلې شيرين ياروو
 صنوبر په زړه كې تل وه ګل ارمان
 
 را په زړه كړه خاديخان او بيبو دواړه
 چې مابى وه معشوقه د ظريف خان
 
 كه د دوه سترګو ديدن د اشنا غواړې
 صدقه كړه پسې مال اولاد او ځان
 
 چې محروم د يار له وصله همېشه دى
 له ډېر غمه عاشقان شو شاعران


 چې د مينې په زانګو كې ټالۍ خورمه
 يم "سېلاب" ځاى مې كامه كې ارباپان

دمينې په زانګو كې ټالۍبشپړ شعر ولولئ

دمينې په زانګو كې ټالۍ

امان الله سيلاب

په دنيا دي ډېر تېر شوي عاشقان
 رښتياني ووعاشقۍ كې صادقان
 
 هر يو دى تر خپل مرامه رسېدلى
 ځكه اور باندې ځان سيځي پتنګان
 
 شهزاده سيف الملوك بدرۍ جماله
 د يوسف او زلېخا حال دى عيان
 
 چې مجنون يې لېونى ملنګ كړو خلكه
 د ليلا وې تورې سترګې تور زلفان
 
 شهزاده بهرام ګوره سودايي كړ
 سپين مړوند د ګل اندامې سورپېزوان
 
 كه قصه چا د ممتاز وي اورېدلي
 بې نظيرې پسې تل وو په ګرېان
 
 عاشقي وه د فرهاد او د شيرينې
 په درخو باندې مين وو ادم خان
 
 محبوبا چې جلاتي پسې سپره شوه
 خوشالي پرې وكړه ستورو د آسمان
 
 شهزادګۍ ګنبد شام ته نظر وكړه
 تر قيامت يې لاس په نام دى هغه ځوان
 
 فتح خان او درابيا قصه وګوره
 شه خبر له ګلمكۍ او موسى خان
 
 مومن خان دشيرينۍ ورونو وژلي
 چې ښكاره وو لكه لمر په دې جهان
 
 تور دلى دشهۍ ګلې شيرين ياروو
 صنوبر په زړه كې تل وه ګل ارمان
 
 را په زړه كړه خاديخان او بيبو دواړه
 چې مابى وه معشوقه د ظريف خان
 
 كه د دوه سترګو ديدن د اشنا غواړې
 صدقه كړه پسې مال اولاد او ځان
 
 چې محروم د يار له وصله همېشه دى
 له ډېر غمه عاشقان شو شاعران


 چې د مينې په زانګو كې ټالۍ خورمه
 يم "سېلاب" ځاى مې كامه كې ارباپان

ميخانهبشپړ شعر ولولئ

ميخانه

امان الله سيلاب

چې په زړه مې د عشق نارشو را شريك
 خاص جنون مې په افكار شو را شريك
 
 زړه مې و چاوده له ډېرې وسوسې نه
 چې اغيار مې په ديار شو را شريك
 
 تخيل كې مې رنګينې افسانې وې
 چې دغم په شپه سحار شو را شريك
 
 دستي مست او لېونى شومه عالمه
 د وصال په شپه چې يار شو را شريك
 
 زه د مينې په زانګو كې پروت نيشه وم
 په خندا خندا نګار شو را شريك
 
 زه ويده وم د مستانو ميخانه كې
 چې دلبر مې مست خمار شو را شريك
 
 د وصال بازار مې واړه معطر شو
 چې د زلفو پرې يو تار شو را شريك
 
 تصور پوړۍ مې واړه زر زرې شوې
 چې كوم دم نازك رفتار شو را شريك
 
 د زړه باغ باندې مې نوې بهار راغى
 په ګلزار د زړه ماليار شو را شريك
 
 خاوره بوټى كه غوټۍ نيالګى زرغون شو
 چې پرې يار شيرين ګفتار شو را شريك
 
 "سېلاب" وايي نوى روح را كې پيداشوه
 چې اشنا مې په سينګار شو را شريك

د عشق كتاببشپړ شعر ولولئ

د عشق كتاب

امان الله سيلاب

يو ځل لرې كړه له مخ ځنې نقاب
 چې مې لرې له وجوده شي عذاب
 
 څوبه ګرځمه رنځور په زړه نګاره
 د هجران په اوربدن مې شو كباب
 
 ستا د مينې په روضه كې مجاور شوم
 چې شروع مې كړلو ستا د عشق كتاب
 
 د مستانو له ټولي به هله شمارشم
 چې نېشه مې كړي دسرو شونډو شراب
 
 عاشقان به مې په ډله هله پرېږدي
 چې نوكر شمه دزلفو د نواب

ژاړمه اوس ژاړمهبشپړ شعر ولولئ

ژاړمه اوس ژاړمه

امان الله سيلاب

ژاړمه اوس ژاړمه
 جام د محبت ديار
 زه يم ورپسې بېمار
 تږى كور ته لاړمه
 ژاړمه اوس ژاړمه
 
 مېنې كړم د يار ملنګ
 ګرځي رانه تل په څنګ
 خپلې غوښې داړمه
 ژاړمه اوس ژاړمه
 
 راشه شالېلى ځما
 ښكلې محبوبا ځما
 ستا په وصل وياړمه
 ژاړمه اوس ژاړمه
 
 مېنه كې كباب يمه
 سوى زه سېلاب يمه
 تار دزلفو غواړمه
 ژاړمه اوس ژاړمه

د ارواښاد امان الله سېلاب ( ساپي )بشپړ شعر ولولئ

د ارواښاد امان الله سېلاب ( ساپي )

امان الله سيلاب


د ارواښاد امان الله سېلاب ( ساپي )
لنډ ژوندليک



ارواښاد امان الله سېلاب ( ساپی )  د نصرلله زوی په
١٣١٢ هجري کال د سنبلې په مياشت کې د ننګرهار ولايت د کامې په
( غازي ) نومې کلي کې زېږېدلی دی ، لومړنۍ زده کړې يې د کامې د
اخوند کلي د ښوونځي څخه پېل اوپه ١٣٢٥ کال کې د ښوونځي بری ليک
ترلاسه کړ او بيا شپږ کاله په ځانګړي توګه د فقې اصول ، تفسير
، احاديث صرف نحو، منطق ، حکمت ، عروض او نورو متداوله علومو
په برخه کې ځنې کتابونه ولوستل . په ١٣٣١ کال کې د کابل د
قاضيانو د مدرسې په دوېم ټولګي کې شامل شو او بيا له درېم
ټولګي څخه د کابل د عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته لاړ ، په ١٣٣٤
کال کې يې د عربي دارالعلوم څخه بري ليک ترلاسه کړ او بيا يې د
عدلي وزارت د الفلاح د مجلې په دفتر کې په کار پېل وکړ . په
١٣٣٩ کال کې د راډيو د خپرونو د مراقبت کفيل مقرر شو او بيا د
راډيو افغانستان په بېلابېلو خپرنيز برخو کې په کارونو بوخت شو
. سېلاب ( ساپي ) چې خپله شاعري يې په ١٣٣٠ کال کې پېل کړې د
پښتو ژبې ډېر ښه غزلبول شاعر و
.

له (دا ليکوال
او دا څېرې) څخه