افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
لېونۍ مينې کړم
لېونۍ مينې کړم اشنا د بيابانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
اوس راته غرونه ګړنګونه
ښکاري د مينې محلونه
د غره په سر کېږدۍ وهمه دجانانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
د چا د شوخ نظر لپاره
په غرونو ګرځم ناکراره
ماته دی غوره ببر سر څيرې ګرېوانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
د لېونۍ مينې د لاسه
ناست يم د غم د غره له پاسه
د تصور په ټال زنګيږم د خپل ځانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
مينه کې دومره بې پروا يم
چې اوس خوشاله په سارا يم
د مينې شور مې لږېدلی د اسمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو
(سېلابه ) زړه راته ژړيږي
وړې سلګۍ مې نه ودريږي
اخر به لاړ شم له دنيا نه د ارمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو