د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد امان الله سيلاب شعرونه

ژاړمه اوس ژاړمه

ژاړمه اوس ژاړمه
 جام د محبت ديار
 زه يم ورپسې بېمار
 تږى كور ته لاړمه
 ژاړمه اوس ژاړمه
 
 مېنې كړم د يار ملنګ
 ګرځي رانه تل په څنګ
 خپلې غوښې داړمه
 ژاړمه اوس ژاړمه
 
 راشه شالېلى ځما
 ښكلې محبوبا ځما
 ستا په وصل وياړمه
 ژاړمه اوس ژاړمه
 
 مېنه كې كباب يمه
 سوى زه سېلاب يمه
 تار دزلفو غواړمه
 ژاړمه اوس ژاړمه

د شاعر نور شعرونه ←