د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد امان الله سيلاب شعرونه

د عشق كتاب

يو ځل لرې كړه له مخ ځنې نقاب
 چې مې لرې له وجوده شي عذاب
 
 څوبه ګرځمه رنځور په زړه نګاره
 د هجران په اوربدن مې شو كباب
 
 ستا د مينې په روضه كې مجاور شوم
 چې شروع مې كړلو ستا د عشق كتاب
 
 د مستانو له ټولي به هله شمارشم
 چې نېشه مې كړي دسرو شونډو شراب
 
 عاشقان به مې په ډله هله پرېږدي
 چې نوكر شمه دزلفو د نواب

د شاعر نور شعرونه ←