د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد امان الله سيلاب شعرونه

هغه بينا څه كوم

چـــــــې دټــــــګــــــــۍ دامــــــونه ږدي هغه اشنا څه كوم
 چې حقيقت نه ښــــــــكــــــــاروي هــــــغــــــه مـــلا څه كوم
 دعــــــــــــدالـــــــــــت او مساوات نه چې بيرون اوسېږي
 هــــــــغــــــــه ژونـــــــــــدون هغه قانون هغه دنيا څه كوم
 چـــــــې تــــــــرحــــــــــم عــــــاطفه لطف په مسكين نلري
 هــغــســې خـــپــــل او هـــــغــــــه سيټ هغه بينا څه كوم
 پــــــــــــه فـــــقــــــېــــرانو مسكينانو چې تيرى كوي تل
 هغه ظالم هــــــــــغـــــــــه جــــــــابـــــر او بې وفا څه كوم
 چـــې جــــــــامـــــــعـــــــې ته په كې نفع يو بڅرى نه وي
 دتــمـلــق او چــــــاپــــــــړوســــــــۍ چټي وينا څه كوم
 چې په تـــــنــــګسه او بى وسۍ كې مې پكار نشي يو
 داســـــــــــــې خپلوان له ما بې غم او بې پروا څه كوم
 چې د رحمت او فيض باران په كې يو څاڅكى نه وي
 دا بــــــــــــــې اميده باد و ګرد رعد او بريښنا څه كوم
 چـــــــــــــې ورځ پـــــه ورح مزخرفاتوته ترويج وركوي
 داســـــــــــې ســـــپـين ګيرى كلټر او شش كلا څه كوم
 چـــــې غـــــــلا زنـا قمار هيڅ باك نه ګڼي تل يې كوي
 كــــــــه افـــــلاطــون وي په حكمت نو دا دانا څه كوم
 چې ديـــــــن مذهب يې مزخرف بلي عامل يې وي دى
 د نـــــــــــــاروا لـــــيـــــــارې مـــــــلګرى رهنماه څه كوم

د شاعر نور شعرونه ←