پښتو ادب · شاعران
ملنک جان
د ملنک جان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د اوراښاد ملنگ جان ژوند لیک
ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال د ننګرهار دبهسودو په چميار كلي كي وزيږيد٠
پلار يي ملك عبدالشكور نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم دناوړو دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠
.اصلي نوم يي محمدآمين وه وروسته آمين جان اوپه پاىکي هم ملنګ جان شو
په پنځلس كلنۍ كې دخواري مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامۍ ولسوالي دار بنګ کلي ته كډه وکړه٠
اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه اوملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠
شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠
بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله بياپه خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠دشلموپه سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ننګرهار داهغه مهال وچې شعرونه اونغمې ېې نوري دسندرغاړوخولوته رسيدلی وې اودپوره نوم خاوندشوی وه٠
پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خواوبامل شواوپر١٣٢٩کال ورته دسردارشاه محمود دصدرعظم له خو ادکال شپږسوه افغانۍمستري معاش و ټاکل شو٠
پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل راديوکې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠
ده اوڅلورتنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړه
چي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠
د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک لوست لپاره يو ښونکی و ګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠
چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده کاوه٠
له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه اود ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠
افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠
چې وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠
دفقيرملنګ جان دغومردبخت بس دي
چي آزاد دي،په آزادوطن کي ګوروي
شعرونه
37 خپاره شوي شعرونه
چې بې ننک اوبې پښتو ويبشپړ شعر ولولئ
چې بې ننک اوبې پښتو وي
ملنک جان
چې بې ننک اوبې پښتو وي پښتون نه دى
چې د قوم په شرمېدو وي پښتون نه دى
پښتون هغه دى چې غم دتمام دقوم خوري
چې د ځان په جګېدو وي پښتون نه دى
دپښتون نظر مدام په ننګ و نام وي
چې نظر يې په پيسو وې پښتون نه دى
پښتون هر کله طالب دخپل شرف دى
چې طالب دپيسنو سرو وي پښتون نه دى
پښتون تل پخپله ژبه ټينګ ولاړ وي
چي په دروغ يې ګفتګو وي پښتون نه دى
پښتون نه شي باداري د چا منلى
چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى
په نصيب دملنګ جان دغه مسرې شوې
چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دى
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ملنک جان
اي وطنه ستاپه عشق کيبشپړ شعر ولولئ
اي وطنه ستاپه عشق کي
ملنک جان
اي وطنه ستاپه عشق کي زه تيرترخپل ځان يمه
ستاچي ترقي غواړې زه هغسې يوځوان يمه
ای وطنه ته يې هديره د مور و پلار زمونږ
ته لکه زيارت زه مجاورستادآستان يمه
يوذره دخاورې ستاپه درست جهان به ورنکړم
يوموټی له خاوري ستاپه سرومال قربان يمه
تيربه شم له سرنه لاکن نه ستاديوکړکي نه
ځکه چي دنياکې مشهورشوی په افغان يمه
خيردی که وچ کلک يم دغيرت ټوټه مي پاتي ده
ستادهردښمن په مخ کي تندرداسمان يمه
نشته داسې بخت لکه چي ماملنګ جان خپل وليد
شپي ورځې داستاپه غيږکي پورت خوشال خندان يمه
مقامبشپړ شعر ولولئ
مقام
ملنک جان
را ته ګوره مې نــــــــــــه خـــــــــوب شته نه ارام
مقامبشپړ شعر ولولئ
مقام
ملنک جان
ستا په در کې ولاړ لکه فقير
ستا در زلفو په حلقه يمه اسير
ددنيا په سود وزيان مې پروا نشته
درد و غم د عا شقۍ کړ مه زهير
تور چشمان او سره لبان د شکر لبو
دعا شق په نظر لګي لکه تير
عاشقان د معشوقو ددر غلام وي
څه پرو نه لري د اد خان فقير
ملنک جان د شا عر انو نوم ګټلي
چي دعا يې ده ملګرې د خپل پير
مقامبشپړ شعر ولولئ
مقام
ملنک جان
بي پتنګه وايه يــــــــــــــاردشمعي څوک دى
بي مجبوردخوشــــال څک دبل په توگ دى
دکم اصلونه هرګــــزوفامـــــــــــه غـــــــــــواړه
چې قلم وفاکوې اميــــــــــــــــل يې نوک دی
اوښ که لوي دی له شيــدوتمه تري مه کړه
مګـــــــــــردروند يې باروه په وړلور وږ دي
تــــــــانـــــــــــه کـــومه ګناه شوي ملنګ جان
چي رقيب درتــــــــــــه نيـــولي ورميږکوږدي
رايادوئ د ميرويس خان وختونهبشپړ شعر ولولئ
رايادوئ د ميرويس خان وختونه
ملنک جان
رايادوئ د ميرويس خان وختونه
مه هېردئ د خوشحال خان وختونه
زلمو ، تيار شئ چې ناکام نه شو
ډېر دي نژدی د امتحان وختونه
اپريدو ، ولي حرکت نه کوئ
بيا کړئ تازه د دريا خان وختونه
مومندو، پل د ايمل خان ونيسئ
نه دي دانه دي د غيران وختونه
يو سفزو، مه هېروئ خدای لپاره
د چار غولی د عجب خان وختونه
ستا سو په غم کې خان پټکی نه تړي
تېر شو سر تور د باچا خان وختونه
پښتونستان ګلان به کله بوی کړي؟
په تمه تېر کړل ملنګ جان وختونه
څه پېژنمبشپړ شعر ولولئ
څه پېژنم
ملنک جان
مجنون دې رانه جوړ کړو ننګ و عار څه پېژنم؟
د هجر په زندان کې زيست روزګار څه پېژنم
د ننه په عالم کې له عالم ځنې جدا يم
ډوب ستا په تصور کې دشت و ښار څه پېژنم
د زړه د پاسه وايم چا ته خان چا ته بادار
بادار مې په زړه ته يې بل بادار څه پېژنم
ځار ستا تر زوړ انګړ شه د بل چا قر و ماڼۍ
چې ته نه يې ګلشن کې زه ګلزار څه پېژنم
حيران دی زما اوښکو نه باران د نوبهار
پخپلو اوښکو لوند يم نوبهارڅه پېژنم
ملنګ نه ومه، زه ملنګ جان تا کړمه ملنګ
په مينه چې ملنګ شوم کسب و کار څه پېژنم
دا زمونږ زېبا وطنبشپړ شعر ولولئ
دا زمونږ زېبا وطن
ملنک جان
دا زمونږ زېبا وطن
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا پښتونستان دی
دا دمينې کور زمونږ
دا د پلرو ګور زمونږ
نه ورکوؤ چا لره
دا د سترګو تور زمونږ
نه دی د بل چا وطن
دا دی د شيرشاه وطن
کور د خوشحال خان دی
دا پښتونستان دی
دا وطن دی ځان زمونږ
دا وطن ايمان زمونږ
وايي په خاپوړو کې
داسې ماشومان زمونږ
دا مو د بابا وطن
دا مو د دادا وطن
په مونږ باندې ډير ګران
دی
دا پښتونستان دی
ځار يې له سيندونو شم
ځار يې له ډاګونو شم
ځار يې له خوړونو شم
ځار يې له دی غرونو شم
دا زمونږ اشنا وطن
درد له مو شفاء وطن
زړګۍ مې پرې روښان دی
دا پښتونستان دی
دا وطن زيارت زمونږ
دا وطن نعمت زمونږ
دا وطن په دې دنيا
دی لکه جنت زمونږ
دا وطن صفا وطن
زړه د ايشيا وطن
ژوندون د ملنګ جان دی
دا پښتونستان دی
سر مې جاربشپړ شعر ولولئ
سر مې جار
ملنک جان
سر مې جار
ستا له نامه
سر مې جار ستا له نامه
پښتونستانه
ستا نوم مې نقش شوی په
ځيګر دی
پښتانه به ژوندون څه کړي
بې له تانه
هر يو ايښي ستا په مينه
مال وسر دی
سر مې جارشه ستا د لوړو
لوړو غرونه
له غيرته چې هر يو جګ تر
اسمان دی
صدقه شم ستا د ګرانو
پښتنو نه
چې منلۍ ستا خدمت په ټينګ
ايمان دی
دښمن کله بری وړی شي له
هغو نه
که هر څو مکر و فريب کې
پهلوان دی
ميړنو ګويا ښکاره کړ له
ميړانه
ځکه سور بيرغ هر ځای کې
لروبر دی
په هر ځای کې چې اصيل
پښتون زاده وي
خاص الخاص پښتونستان له
خدايه غواړي
هغه څوک چې بې غيرت
حرامزاده وي
ټيټې سترګې به د بل لور
ته ولاړ وي
اولاده به يې پس له مرګه
شرمنده وي
د وګړو د پېغور ځنې به
ژاړي
خپل اولاد ته پيغور نه
پريږدي له ځانه
هغه څوک چې د سوچه پښتون
پسر وي
نارينه توب د پښتنو طبعي
عادت دی
بلې بلې چې رښتيا سره
پښتون وي
دوی ليدلي د ازاد ژوندون
لذت دی
مرګ يې بولي چې محکوم د
دوی ژوندون وي
څه ناڅه که يې په کور کې
عداوت دی
خو دښمن د پاره بيا په يو
تړون وي
پښتون نه دی په شا تللی
له ميدانه
ټول جهان و ته ښکاره لکه
د لمر دی
چې خپل واک او اقتدار يې
د ځان نه وي
که نواب وي صدقه شه ما
ملنګ نه
عاجزۍ کې څه پروا د انسان
نه وي
خدای دې مانه کړي عاجز له
نام و ننګ نه
چې په مال و سر ايسار په
ميدان نه وي
جار قربان شه د پښتون د
تورې شرنګ نه
خو زما ملنګ جان زړه
دی پرې روښانه
نن د هر زلمي په لاس
د ننګ خنجر دی