د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ملنک جان

د ملنک جان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د اوراښاد ملنگ جان ژوند لیک

ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال  د ننګرهار دبهسودو  په چميار كلي كي وزيږيد٠    

پلار يي  ملك عبدالشكور  نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم  پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم  دناوړو   دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠

.اصلي نوم يي محمدآمين وه وروسته آمين جان اوپه پاىکي هم ملنګ جان شو

په پنځلس كلنۍ كې دخواري مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامۍ ولسوالي دار بنګ کلي ته كډه وکړه٠

اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه اوملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠

شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠

بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله بياپه خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠دشلموپه سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ننګرهار داهغه مهال وچې شعرونه اونغمې ېې نوري دسندرغاړوخولوته رسيدلی وې اودپوره نوم خاوندشوی وه٠

پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خواوبامل شواوپر١٣٢٩کال ورته دسردارشاه محمود دصدرعظم له خو ادکال شپږسوه افغانۍمستري معاش و ټاکل شو٠

پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل  راديوکې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠

ده اوڅلورتنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړه 

چي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان  ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠

د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک  لوست لپاره  يو ښونکی و ګوماره او له هغه  څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠

چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده  کاوه٠

له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه  اود  ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت  اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠

افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠

چې  وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او  دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر  ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠

دفقيرملنګ جان دغومردبخت بس دي

چي آزاد دي،په آزادوطن کي ګوروي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

37 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ملنک جان

دا خوب وينم که ویښ يم چی مي خوږ اشنا تر څنګ دی

دا  اواز دښــــــــا پيرو دې که د یار د پاولو شرنښګ دی

لـــــــه اســــما نــــه عـــطر اوري کا ڼي بوټي خو شبويي کا

لور په لور  بلی ډيوی دی مخ د ځمکي پی خو شر نګ دی

نـــــــازولـــــــي لـــــيـــــلا را غلـــه د صادق مجنون تر څنګه

نـــــن ده ســــپـــــه لــــیـــلـــه لقدر دوه مین یو یی پالنګ دی

هــــســــی پور ته مقام بیاموند ملنګ جان په ملنګی کی

تـــــــاســـــــی وګوری یه خلکه نن نواب دی که ملنګ دی

ژړوي مــې لــکــه شــمــعــهبشپړ شعر ولولئ

ژړوي مــې لــکــه شــمــعــه

ملنک جان

ژړوي مې لکه شــــمــعـــه د اشـــنـــا ســـتـــرګــــې خــــمـــارې

پـــــه ګــــــرېـــــوان راتــه بــهــېــږي همېــشه د اوښـــکو دارې

* * *

د خـــوشــرنــګـو پــه ټـــولـــي کـــې خــلــکو!چا رانه زړه ویوړ

پـــه قــیـــامــت بـه ځـواب ورکــړئ خـدای نا تر سو دل ازارړ

 

نــاصــــحـــان مـــا لــره څله د کینې پـــه ســتــرګـــو ګــــوري

چـــې زړه  وو ځــې لــه واکــه څــوک بــه څه کړي ؟ انصافدارو

 

هر سړی پــیــدا خــــپــــل کـــــارتـــه زه خـدمــت لـره د ښکلـو

غم د چا په ځان  پیرزو دی، خـو د تقدیر کـړي خــپـلـې چـارې

 

که څوک حال غواړي په عشق  کې، قیاس دې وکړي ملنګ جان ټه

هـــمـېـشــه پــه لار کـې نــاســــــت وي پـــه مثال د څو کیدارو

وژنی مې خپل وروربشپړ شعر ولولئ

وژنی مې خپل ورور

ملنک جان

وژنــــی مې خبل ورور په کولو دا د چالمسون دي

بــــې ګناه مي جوړبه کاله وار په وار شب خون دي

                             * * *                             

نــــــوم د ازدۍ چــــي واخــلــم بیا یې مي زندان لره    

مـــال و ملک ضبطېږی رانه دا په کوم قانون دي  

زه د دې دنـــیــــا عـــدل و انــــصــــاف ته حیرانیږمه    

ورک پـه سپین میدان ولي رواحق د پښتون دي      

 کـــلـــه مـــسلــمـان پر مسلــمان باندي تعدا کوي   

نـــــن چـي داسـي کیږی خو دبل په پیوستون دي    

خــــداي لپاره ورونو تمام قوم سره تړون وکړئ     

یــــو یــــو تـــالا کـــیـږو دا سبب مو د بیلتون دي    

لاړ شه ملنک جانه پښتونخوا په غرو کې وژاړه   

کـــار دلــس وشل نه دي دا کار د شل ملیون دي   

لوګی شمه له تانهبشپړ شعر ولولئ

لوګی شمه له تانه

ملنک جان

لـــــوګـــي شـــمـــه لـــه تــانــه پــتــنـــــګ دې یم پتنګ 

زمــــا پـــښـتــو نــســتـانه مـــلـــنـــک دې یـــم مــلـنـګ    

مـــوږ ســـتـــا ل زیـــږو کـــاڼــــــو نه لالونه به لوګي کړو     

لالـــونــــه خـــو لا څـــه کـــړي چي ځانونه به لوګي کړو    

ژونــــد نـه غــــواړو بــــې تـــانـــه ملنګ دی یم منلګ    

 

عـــــزت چـــــي خــــلــک وایې خو عزت زموږ ه ته یې 

عـــزت خـــولا عــــزت وي چـــي جــنــت زمـوږه ته یې

پـــه تـــا تــیــریو له ځــانـــه مـــلـــنـــګ دې یم ملنګ

 

د غـــیـــرو شـــنــه بـــاغونه ځار شه ستا شاړو میرونه 

کوم خوند چی شته جنت کې زه یې اخلم ستاله غرونه  

زمـــــا جـــنـــت نــښــــانــه مــلـــنــګ دې یــم مــلــنــګ

 

مـــجــنون ته که لیلا وه خو پښتون ته ته لیلا یې 

لیــــلا خــــــو لا یــــــــې چـي زموږ ننګ او حیا یې

مــحــبــوب د مـــلـنـــګ جانه ملنګ دې یم ملنګ

ورځ مــــــــــې شــــــــــــوهبشپړ شعر ولولئ

ورځ مــــــــــې شــــــــــــوه

ملنک جان

ورځ مـــــې شــــــوه پــه انـــتـــظـار شپه به سواد

ورځ کــــې هـــــغـــــــه ژړوي مــــــې شـــپه کي دا                                          

لـــــږ خـــو وخــــت د کــــــرارۍ زمــا معلوم کړه

دا خــــو نـــــه کــــیــــــږې چـــــې تـــل تـــر تــل ژړا                                           

ســـتــــا پـــــه خــــو ښه که زړیږم باري خیر دي

مــــګــــر نــــــه درقــــیــــبــــــانـــــــو پـــــــه ســــــــلا                                            

ستا په ورکې چې غماز تور مخ ښکاره شي

لـــکــــه څــــوک چــــی پــــه مسجد ویني تر سا                                            

ستـــا پــــه ســرباندي ما کور وکلي پریښود

         د مـــجـــنــــون پــــه شــــانـــې ګـــر ځـم په صحرا                                               

ستــــا پـــه ســــربــاندي ما ټول اقربا پریښول

یــــــه کـــــم بـــــخـــتـــــه مـــــا وره تـــــه د اقـــــــربا                                           

یاره زما ملنګ جان ستا میني احتیاج کړم

ګـــڼــــه مـــا کـــلــــه احــــتـــیــــاج کــــــــــاوه د چا                          

ملنګ شمبشپړ شعر ولولئ

ملنګ شم

ملنک جان

زه چـــــــې راخــــــلـــمه کچکول او ستا ملنګ شم

نــــــــوهـــــــغـــــــه ســـــاعـت به تېر تر نام وننګ شم

نـــــــام ونـــــنـــــــګ بـــــــه وي هغه ځای رانه پاتې

بـــــه کوم ځای کې چې زه ستا په تو مت رنګ شم

پــــروا نـــشـــتــــه کـــه دنـــيــــا راپـــورې خــاندي

مــــــا شــــــوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم

ســـتــــا پــه عشق کې که   ستي شمه په اور کې

فـــــــــخــــر کــــانــــــدم کـــــه زه يـــاد لکه پتنګ شم

مـــــا چــــــې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی

وابــــه نـــــه وړم کــه په وينو کې رنګ رنګ شم

پــــــه شـــــا تــــلـــل د مـــېـــــــړ نــېــيـــو  بدنا مي ده

اوس بـــــه زه ملنګ جان څه رنګه په څنګ شم

ما درته پېشکشبشپړ شعر ولولئ

ما درته پېشکش

ملنک جان

ما درته پېشکش په لاس کې زړه نيو لی دی         

خير که ياره تا پکې چاکو ټومبلی دی                                                                                

ته دې يې خوشحا له اشناخيردی که زه سرې سترګې

ما خو له  الله  نه  ستا  غوښتلی  دی                                                                                 

خدای دې رضانه شي چې به ستا ستر ګې زه هېرې کړم

عشق دې دايمان غو ندې ما کلک ساتلی دی                                                                                

زه چې په وطن باندې مين يم خو سبب لري     

تا غو ندې فرزند يې خپله غېږه کې روزلی دی                                                                

ستا د عشق تاثير دی چې جذبې مې زياتېدو کې دی

ځکه ملنګ جان پخپل رفعت باندې ختلی دی                                                  

د ازادۍ شمالبشپړ شعر ولولئ

د ازادۍ شمال

ملنک جان

زمـــــــا زړه د ازادۍ پـــه شـــمــــــال خـــــــوري

لــــکه ګـــل چـــي د اوبـــو په سر سمسور وي                                                                 

د اســـلام د بــیـــرغ ســـوري لاندي ناست یم

لـکـه خــاص چـــي بــه جــنـت کې د چا کوروي                                                                      

خــوشــبـــویــې مــې د خپل قام په د ماغ لګي

لــکــه څــاڅــکـــي د پـلیــل چي په چا پور وي                                                                     

لـکه طفل چی خوشحال په غیږي د مور وي

د فـــقیر مـلنــګ جان د غومره بخت بس دي                                                                

پــه ازاد ژونــــد چی ازاد وطن کې ګور وي

چــــي ازاد نــــوم یې ازاد وطن کې خور وي                                                          

بې غم کلهبشپړ شعر ولولئ

بې غم کله

ملنک جان

بــــــې غـــــم کـــله د غـــم جـــن پــه غــم پـــوهــیـــږي

غــــمـــجــــن ځـــان لـــــره د ځـــان  پــه غم کـــړېږي

دردمندان د ځان په درد کې ویش  او واي کــړي

بـــي درد کـــلـــه د درد مــــنــــد پـه درد خوږېږي

څوک چې موړ وي ټول عالم ورتـه موړ ښکاري

موړ  د  وږي  په  حــــــا لــــت  کــلــــــه  خــبرېږي

د جمله زړونو ما لــــک پـــــــــــرور د ګـــار دي

بنده  کلـــــــــــه  د بنــــــــده  پـــــه  زړه  رســـېږي

ته  پخپـــــــــل غـــــم و درد زاؤه مــــلــنګ جان 

دبل څه دی چی دا ستا په غم زړېـــــــــــــــــــــږي 

مقامبشپړ شعر ولولئ

مقام

ملنک جان

تاج  د  بخت  مې  رسېدلی  تر  اسمان  دی         

چې قایم مي  سر په غيږ د خپل جانان دی          

                   خدای  ساتلی د اهاړ غرمونه  امن               

په تندي مې د عادل سایه ګردان دی

               چې یې  مور وي  په دې خاوره زیږولی                       

که  په   ژبه   غږېږي  خو  افغان  دی

دا صفت خانته زما  نه دي چي  وایم

دي صفت کي شامل ټول افغانستان دی

په تش لوز باندی سړي نه پښتو نيږی   

د پښتون  هر یو  عمل او خوې مردان دی   

چې خیر  خواه له وطن  نه وې ملنګ جانه    

عرض دا چي نه پښتون او نه انسان دی