د افغانستان او روسیې خصوصي سکټورونو د ۱۰۳ میلیونه ډالرو سوداګریزې هوکړې وکړې

د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ۱۵ هوکړهلیکونه د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت لاسلیک شوي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو هوکړو له مخې به افغانستان ته درمل، غنم، اوړه او غوړي واردېږي.
د هوکړهلیکونو یوه برخه روسیې ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو په اړه ده. په دې برخه کې انارو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه هوکړې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره لاسلیک شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د هوکړهلیکونو پر بنسټ به افغانستان او روسیه په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې راکړه ورکړه کوي، خو د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.