کندهار کې راډیوګانو ته د کرېکټ د ټولو خپرونو د درولو لارښوونه شوې

په کندهار کې د طالبانو حکومت چارواکو سیمهییزو راډیوګانو ته لارښوونه کړې چې د کرېکټ اړوند هر ډول محتوا ودروي. په دې کې د لوبو ژوندۍ تبصرې، د سیالیو خبرونه او د لوبډلو د بریاوو په اړه رپوټونه هم شامل دي.
د فرانسې خبري اژانس (اېاېفپي) د دوو سیمهییزو راډیوګانو د مسوولانو او یوې ولایتي سرچینې له قوله ویلي چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه لارښوونه تېره ورځ له راډیوګانو سره شریکه کړې ده. سرچینه، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د بندیز پخلی کړی دی.
د یوه سیمهییز راډیو مشر اېاېفپي ته ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا ورته ټیلیفوني اړیکه نیول شوې او ورته ویل شوي چې له دې وروسته د کرېکټ پوښښ نه شي ورکولی. د بلې راډیو مدیر هم ویلي چې چارواکو ورته د کرېکټ د هر ډول خپرونو د موقتي درولو خبره کړې ده.
د دغو راډیوګانو مسوولانو د امنیتي اندېښنو له امله نه دي غوښتي چې نومونه یې خپاره شي. تر اوسه د دې پرېکړې رسمي دلیل نه دی څرګند شوی. اېاېفپي وايي، د افغانستان له کرېکټ بورډ څخه یې هم د موضوع په اړه نظر غوښتی، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په افغانستان کې ګڼې سیمهییزې راډیوګانې د کرېکټ او نورو لوبو ژوندۍ تبصرې خپروي. راډیو په ځانګړي ډول په هغو کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې د معلوماتو مهمه وسیله ده چې خلک یې برېښنا او انټرنېټ ته محدود لاسرسی لري؛ له همدې امله دغه لارښوونه د کرېکټ د ورزشي پوښښ پر یوه مهمه سیمهییزه وسیله اغېز کولی شي.
دا بندیز په داسې وخت کې راپور کېږي چې د افغانستان نارینه کرېکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو په شارجه کې له زېمبابوې سره د دویمې ټېسټ سیالۍ بوخته ده، او د افغانستان الف لوبډله، چې ابدالیان هم بلل کېږي، د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره قطر ته تللې ده. د طالبانو حکومت تر دې مخکې د کرېکټ ملاتړ ښودلی او د واک ته د بېرته ستنېدو د کلیزې په مراسمو کې یې د دې لوبې سیالۍ هم ترسره کړې وې.
که څه هم هلکانو ته په افغانستان کې د کرېکټ د لوبولو اجازه شته، د طالبانو حکومت پر ځینو رزمي لوبو او ورزشي فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي. ښځې او نجونې هم له ورزشي فعالیتونو او سپورتي کلبونو ته له تګ څخه منع دي.