د افغانستان او روسیې خصوصي سکتورونو د ۱۰۳ میلیونه ډالرو ۱۵ تړونونه لاسلیک کړل

کابل ته د روسي پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان او روسیې د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي. د پلاوي مشري د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوورچوک کوله.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي، په دغو هوکړو کې له روسیې څخه افغانستان ته د درملو او خوراکي توکو واردات، روسیې ته د افغانستان د تازه مېوو، په ځانګړي ډول انارو، صادرات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول شامل دي. د یادې ادارې په وینا، تړونونه به د دوهاړخیزې سوداګریزې همکارۍ د پراخېدو زمینه برابره کړي.
اقتصادي کارپوه آذرخش حافظي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري د دواړو هېوادونو د متقابلو اړتیاوو له امله په زیاتېدو ده. هغه ادعا کوي چې د سوداګرۍ ارزښت له پخوا د شاوخوا ۵۰ میلیونو ډالرو له کچې څخه نږدې ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شوی، خو د افغانستان د صادراتو ونډه لا هم له یوې سلنې کمه ده.
حافظي ویلي، له روسیې څخه افغانستان ته د غنمو، تېلو، اوسپنې، ګولسیخ، ګاډرو او لرګیو ترڅنګ د کرنې عصري ماشینونه او د حاصلاتو د پروسس وسایل هم واردېږي. نوموړي زیاته کړې چې له پاکستان سره د ستونزو له زیاتېدو وروسته د افغان سوداګرو پام د منځنۍ اسیا او روسیې بازارونو ته ډېر شوی دی.
د اقتصادي او سیاسي شنونکو په باور، مسکو د سوداګریزو موخو ترڅنګ په افغانستان او سیمه کې خپل ستراتیژیک حضور هم پیاوړی کول غواړي. د دوی په وینا، د روسیې په احتمالي اوږدمهالو هدفونو کې د خپلو تولیداتو لپاره د بازارونو موندل، د افغانستان طبیعي سرچینو ته لاسرسی او له افغانستان او ایران سره د اړیکو پراخول شامل دي.
شنونکي وايي، روسیه تر اوسه د افغانستان په لویو زېربنايي پروژو او د کانونو په استخراج کې محتاطه ده. د دوی په وینا، د کانونو د پلټنې او ارزونې په برخه کې ځینې تړونونه شوي، خو د کانونو د عملي استخراج په اړه لا د پام وړ قرارداد نه دی لاسلیک شوی.
د څارونکو په اند، د تازه هوکړهلیکونو اغېز به د افغانانو پر ورځني ژوند کې په لنډه موده کې څرګند نه شي، ځکه له روسیې سره سوداګري له دې وړاندې هم روانه وه. هغوی باور لري چې د روسیې د پراخېدونکي حضور اقتصادي پایلې به وخت ته اړتیا ولري.
د کابل او مسکو اړیکې داسې مهال پراخېږي چې دواړه لوري له پېچلې تاریخي مخینې سره سره په وروستیو کلونو کې نږدې شوي دي. روسیې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، او مسکو په افغانستان کې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. طالبان بیا وايي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي څو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.