د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په امریکا کې افغان الاصله وګړی د ویزو د درغلۍ په تور تورن شوی

افغان اتلان · پښتو
په امریکا کې افغان الاصله وګړی د ویزو د درغلۍ په تور تورن شوی

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، امنیتي ځواکونو یو پخوانی افغان کډوال، چې د ځانګړو ویزو له لارې امریکا ته تللی او وروسته یې تابعیت ترلاسه کړی، د مهاجرتي ویزو په غوښتنلیکونو کې د درغلۍ په تور نیولی دی.

د واشنګټن ایالت د لویدیځې حوزې فدرالي څارنوالۍ په اعلامیه کې ویلي چې ۳۹ کلن مصطفی امان په شپږو مواردو تورن شوی دی. د اعلامیې له مخې، نوموړی د خپلو کورنیو غړو او ملګرو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو په موخه پر دولتي ادارو د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو تورن دی.

څارنوال چارلس نیل فلویډ ادعا کړې چې امان له ۲۰۱۳ کال راهیسې د امریکا حکومتي ادارو ته ناسم معلومات سپارلي او دغه کار یې تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام کړی دی. نوموړي ویلي، د مهاجرت په بهیر کې درغلي جدي ستونزه ده او دا قضیه یې یوه بېلګه ګڼل کېږي.

د څارنوالۍ په وینا، امان په افغانستان کې له امریکا سره د خپلې پخوانۍ همکارۍ او د ځانګړو مهاجرتي پروګرامونو په اړه له خپلې پوهې څخه په استفادې، د نورو کسانو د امریکا ته د راوستلو په پروسه کې د درغلۍ هڅه کړې ده. هغه د امریکا له یوه دفاعي قراردادي سره تر کار کولو وروسته د ځانګړو ویزو له پروګرامه ګټه اخیستې وه او وروسته د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی و.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې تورن کس جعلي سپارښتنلیکونه جوړ کړي او له نورو کسانو سره یې د جعلي کاري پېژندپاڼو او سفارش لیکونو په برابرولو کې مرسته کړې ده. همداراز ویل شوي چې هغه په خپل غوښتنلیک کې ځان مجرد ښودلی، حال دا چې واده یې کړی و.

د اېف بي ای د سیاټل ساحوي دفتر مشر مایک هیرینګټن ویلي، امان د خپل مقام او د امریکا د کډوالۍ د بهیر په اړه د خپلې ځانګړې پوهې په کارولو سره د ځان، کورنۍ او ملګرو په ګټه د سیستم له درغلۍ سره تورن شوی دی.

د امریکا عدلیې وزارت ټینګار کړی چې تر محکمې پورې دا تورونه یوازې ادعاوې دي او د امان جرم لا نه دی ثابت شوی. د نوموړي د قضیې په اړه د اېف بي ای او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ګډې څېړنې روانې دي؛ د ویزو په درغلۍ پورې اړوند دسیسې جوړول په امریکا کې د شاوخوا پنځو کلونو بند سزا لرلی شي.