د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

حقاني په پکتیکا کې چارواکو ته: د خلکو خدمت دې د دندې اساسي موخه وي

افغان اتلان · پښتو
حقاني په پکتیکا کې چارواکو ته: د خلکو خدمت دې د دندې اساسي موخه وي

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پکتیکا ته د سفر پر مهال له سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې دولتي دندې باید د لوړ مقام او مادي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره ونه کارول شي.

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حقاني له مسوولینو غوښتي څو د خپلو شرعي او اداري مکلفیتونو له مخې د خلکو خدمت وکړي او د دندو په ترسره کولو کې لازم پام او ژمنتیا وښيي.

د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د نظام د ساتنې او پیاوړتیا ترڅنګ د مسوولیتونو د ښه ترسره کولو په اړه لارښوونې وکړې. نوموړي ویلي، د یوه مسوول په کاري مسیر کې هره نیمګړتیا د ټولې ادارې او ګډ صف پر پیاوړتیا اغېز کولی شي.

حقاني د تېرو پړاوونو تجربو ته په اشاره ویلي، د موخو د نه ترلاسه کېدو له لاملونو څخه یوه د مسوولیتونو په ادا کولو کې نیمګړتیاوې وې. هغه له چارواکو غوښتي چې خپلې دندې د خپلو کورنیو چارو په څېر په جدي توګه تعقیب کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د اخلاص، پاک نیت او هدف ته د ژمنتیا روحیه باید د اوسني نظام په چارو کې هم وساتل شي. د هغه په وینا، مادي غوښتنې کولای شي یو کس له خپل اصلي مسیر څخه واړوي او بېرته سمې لارې ته ستنېدل ورته ستونزمن کړي.

حقاني پر مسوولینو غږ کړی چې په ځان کې د قناعت او بې‌نیازۍ روحیه پیاوړې کړي، څو خپلې دندې د شخصي ګټو پر ځای د خلکو د خدمت او اداري مکلفیتونو له مخې ترسره کړي.

د پکتیکا والي ملا مهرالله حماد په دې لیدنه کې د ولایت اداري، امنیتي او خدماتي ستونزې، اړتیاوې او د چارو د لا ښه تنظیم اړوند موضوعات شریک کړي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال قاري امین‌الله طیب هم د امنیت د ټینګښت، د خلکو د سر او مال د خوندیتوب او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په اړه ډاډ ورکړی دی.