امریکا خپلو وګړو ته د افغانستان د سفر په اړه تر ټولو لوړ خبرداری ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته سفر ونه کړي. دغه وزارت افغانستان د هغو ۲۳ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې په اړه یې د سفر تر ټولو لوړه امنیتي درجه اعلان شوې ده.
د امریکا د سفر خبرداری په څلورو کچو وېشل کېږي، چې څلورمه کچه یې د «سفر مه کوئ» معنا لري. د وزارت په تازه نوملړ کې د افغانستان ترڅنګ ایران، عراق، لبنان، روسیه، سوریه، اوکراین او یمن هم شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ترهګریز ګواښونه، د تښتونې احتمال، خپلسري نیونې، جرمونه، عمومي ناامني او محدود روغتیايي خدمات هغه عمده عوامل دي چې له امله یې هېوادونه د سفر د څلورمې کچې په نوملړ کې شاملېږي.
د طالبانو حکومت د امریکا دغه خبرداری ناموجه بللی او ویلي یې دي چې بهرني وګړي په افغانستان کې له امنیتي ګواښ سره نه مخامخ کېږي. طالبانو تر اوسه د امریکا د سفر د خبرداري په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د امریکايي وګړو د نیول کېدو موضوع هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف له مهمو مواردو څخه ده. واشنګټن د روان کال په مارچ کې طالبان د «خپلسرو نیونو ملاتړی دولت» بللي او له هغوی یې غوښتي وو چې هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې د امریکا په وینا، په ناعادلانه ډول بندیان شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغه مهال ادعا کړې وه چې طالبان د ترهګرۍ له تاکتیکونو او د مالي یا سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو له یرغمل نیولو کار اخلي. د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې، په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې یو شمېر امریکايي وګړي د طالبانو له خوا نیول شوي، چې ځینې یې وروسته خوشې شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي، محمود شاه حبیبي لا هم د طالبانو په بند کې دی؛ خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د همدې نوم کوم کس د دوی په بند کې نشته.