د پوهنتونونو فارغان: تحصیلي سندونه د دندې تضمین نه کوي

په افغانستان کې یو شمېر پوهنتوني فارغان وايي، سره له دې چې کلونه یې زدهکړې کړې دي، خو د خپلې څانګې یا بلې مناسبې دندې موندلو ته لاسرسی نه لري. دوی وايي، د لوړو زدهکړو سند نور د کار پیدا کولو ضمانت نه شي کېدای، او د کاري فرصتونو کمښت یې راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی.
۲۹ کلن عیسی، چې دوه کاله وړاندې د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی، ازادي راډیو ته ویلي چې د ادارو او خبري وېبپاڼو له خوا اعلان شویو بستونو ته یې څو ځله غوښتنلیکونه استولي، خو حتی د نوماندانو په لومړني لېست کې هم نه دی شامل شوی. هغه وايي، بېکاري یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې او د اوږدمهال فشار احساس کوي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې د افغانستان د پراختیا په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۵ تر ۲۹ کلونو پورې د نارینهوو د بېکارۍ کچه ۲۲ سلنې ته رسېدلې وه. د راپور له مخې، دا کچه د ۲۰۲۰ کال په پرتله نږدې درې برابره لوړه شوې ده. په همدې راپور کې ویل شوي چې د کار په بازار کې د ګډون کوونکو ځوانو ښځو نږدې څلورمه برخه هم بېکاره وه.
د ښځینه فارغانو لپاره وضعیت لا ستونزمن بلل کېږي. سینا، چې شپږ کاله وړاندې یې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فراغت اخیستی، وايي د جنسیتي تبعیض او پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له امله، سره له څو غوښتنلیکونو، تر اوسه په خپله مسلکي برخه کې دنده نه ده موندلې. د هغې په وینا، تحصیلي پوهه او وړتیا لري، خو د خپلو مهارتونو د کارولو فرصت نه ورکول کېږي.
اقتصادپوه اذرخش حافظي د فارغانو د بېکارۍ له مهمو لاملونو څخه د ښوونیز نظام او د کار بازار د اړتیاوو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی یادوي. هغه وايي، هر کال ګڼ ځوانان په سیاسي علومو، نړیوالو اړیکو، ادبیاتو او ډیپلوماسۍ کې زدهکړې کوي، خو په ځینو عملي برخو کې د مسلکي کسانو کمښت لا هم شته. د حافظي په خبره، له همدې امله په ساختماني او نورو برخو کې د بهرنیو کارکوونکو اړتیا رامنځته کېږي.
حافظي ټینګار کوي چې د ستونزې د کمولو لپاره باید پانګونه پراخه، صنعتي فعالیتونه پیاوړي او د کارموندنې او سوداګرۍ هڅې ملاتړ شي. هغه د کاري فرصتونو رامنځته کېدل له اقتصادي ودې او د پانګونې له زیاتېدو سره تړلي بولي. ازادي راډیو وايي، د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته یې د فارغانو د بېکارۍ د لاملونو او د ځوانانو لپاره د پروګرامونو په اړه پوښتنې استولې، خو د وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي د راپور تر خپرېدو ځواب نه و ورکړی. د فارغانو په وینا، بېکاري یوازې د عاید نشتوالی نه دی؛ بلکې هغه پوهه او وړتیاوې هم بېکارې پاتې کېږي چې دوی یې د ترلاسه کولو لپاره کلونه هڅې کړې دي.