مدینه په ایران کې کار کوي، زدهکړې پر مخ وړي او خپلې کورنۍ ته پیسې لېږي

۲۳ کلنه افغانه مدینه د نجونو پر لوړو زدهکړو د بندیز له امله ایران ته تللې، څو خپلې زدهکړې روانې وساتي. هغه هره ورځ په یوه فابریکه کې کار کوي، له کار وروسته درس وايي او د خپل معاش یوه برخه په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي.
مدینه وايي، په ۱۴۰۳ لمریز کال، چې له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې کېږي، له خپل ورور سره په ویزه ایران ته ولاړه. د هغې په خبره، په افغانستان کې د زدهکړو د دوام امکاناتو نه شتون، بېکاري، تاوتریخوالی او پر ازادیو محدودیتونه هغه لاملونه وو چې د کډوالۍ پرېکړه یې پرې وکړه.
هغې مخکې په افغانستان کې د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و او د ارواپوهنې پوهنځي ته بریالۍ شوې وه؛ خو په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو له بندیز وروسته ونه توانېده چې خپلې زدهکړې پيل یا دوام ورکړي. مدینه اوس د کار تر څنګ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې انلاین لوړې زدهکړې کوي او هیله لري چې یوه ورځ تر دوکتورا پورې زدهکړې بشپړې کړي.
مدینه د سهار له اتو بجو تر مازیګر پنځو بجو پورې د بوټانو په یوه تولیدي فابریکه کې دنده ترسره کوي. هغې ازادي راډیو ته ویلي چې میاشتنی معاش یې شاوخوا ۱۰۰ ډالره، یا د هغې په وینا نږدې ۲۱ میلیونه تومان، دی. نیمایي عاید د خپل ژوند لومړنیو اړتیاوو ته ځانګړې کوي او پاتې برخه خپل بېکاره پلار ته لېږي، څو د ناروغې مور او د کورنۍ د نورو لګښتونو په برابرولو کې ورسره مرسته وشي.
د هغې په وینا، د کار او زدهکړو یو ځای پر مخ وړل اسانه نه دي. کله ناکله د درسونو د تعقیب لپاره له کاره رخصتي اخلي او ځینې وخت د اوږدو کاري ساعتونو له امله مطالعې ته کافي فرصت نه مومي. مدینه وايي، په ایران کې د استوګنې د اسنادو او د ویزې د تمدید ستونزې د افغان کډوالو پر ژوند او د کار پر امکاناتو اغېز کوي.
مدینه زیاتوي چې د انګلیسي ژبې، کمپیوټر لومړني مهارتونه او د دولسم ټولګي د فراغت سند لري، خو د اسنادو او محدودو فرصتونو له امله یې تر اوسه د خپلو وړتیاوو له کچې سره برابر کار نه دی موندلی. د هغې په خبره، افغانې ښځې ډېر ځله اړ کېږي چې په فابریکو او نورو فزیکي کارونو کې بوختې شي.
په ایران کې د ښځو د حقونو فعاله بنفشه احمدي وايي، د افغان کډوالو ښځو د استوګنې اسنادو ستونزې د هغوی کار، ژوند او زدهکړې اغېزمنې کړې دي. هغه له نړیوالو بنسټونو غواړي چې له ایراني چارواکو سره د داسې هوکړو لپاره کار وکړي چې افغانو ښځو او نجونو ته د زدهکړې، کار او مناسب قانوني اقامت زمینه برابره شي.
مدینه، چې په ایران کې د کډوالو ښځو په مدني فعالیتونو کې هم برخه اخلي، له نړیوالې ټولنې غواړي په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړې او کار حقونه خوندي کړي. هغې ویلي، افغانستان ته ستنېدل یې هیله ده؛ خو دا کار به هغه وخت وکړي چې په خپل هېواد کې د انتخاب، زدهکړې، کار، بیان ازادۍ او نورو اساسي حقونو څخه برخمنه وي.