روسیه: له افغانستان سره سیمهییزه همکاري د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده

د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو ویلي، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره باید سیمهییزه همکاري لا پیاوړې شي.
د روسیې د رسنیو د راپورونو له مخې، شویګو دا څرګندونې د خپلواکو هېوادونو د ګډوګټو ټولنې د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې له افغانستان سره امنیتي، اقتصادي او سیمهییزو پرمختیايي برخو کې همکاري د سیمې د هېوادونو ګډ مسوولیت دی.
شویګو ویلي، د منځنۍ اسیا وضعیت په مستقیم ډول د افغانستان پر ثبات اغېز لري. د هغه په وینا، په سیمه کې د امنیتي وضعیت ساتنه او د افغانستان په تړاو د ګډو موضوعاتو مدیریت له نږدې همغږۍ پرته ستونزمن دی.
د روسیې دغه چارواکي په سیمه کې د مصنوعي نشهيي توکو د پراختیا په اړه هم خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي، د قاچاق نوې لارې، چې پکې له مخامخ سپارلو پرته انتقال او د ډیجیټلي پیسو له لارې تادیات شامل دي، په نویو امنیتي ګواښونو بدلېږي.
د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه د نشهيي توکو قاچاق او له افغانستان څخه د تریاکو د انتقال موضوع هم یاده شوې ده. شویګو ټینګار کړی چې د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره د سیمې هېوادونه باید خپلې امنیتي هڅې او معلوماتي همغږي زیاته کړي.
هغه د نشهيي توکو له نویو ګواښونو سره د مبارزې او د سیمهییز امنیت د پیاوړتیا لپاره د ګډو اقداماتو غوښتنه کړې، خو د عملي طرحو یا مشخصو نویو تړونونو په اړه یې په راپور کې جزئیات نه دي ورکړل شوي.