پاکستان د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د امریکا وړاندیز ارزوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلاماباد د امریکا هغه وړاندیز ارزوي چې له مخې یې یو شمېر افغان وګړي د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. د وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، موضوع د اړوندو خواوو په سلا او د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره تر څېړنې لاندې ده.
خان په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړې چې پاکستان او امریکا به په دې اړه یوې ګډې او د منلو وړ هوکړې ته ورسېږي. نوموړي د وړاندیز د عملي کېدو لپاره د مشخص مهالوېش یا د لېږد د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د سختو اقداماتو په لړ کې له ۱۵۰ ډېر افغانان ښايي د پاکستان له لارې افغانستان ته واستول شي. د «افغان ایوک» په نوم هغه ډله چې له امریکا سره د همکارو افغانانو ملاتړ کوي، وايي په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې د کابل له سقوط مخکې یې له امریکايي پوځ سره کار کړی و.
په همدې حال کې، د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ د حکومت هغه پلان موقتاً ځنډولی چې له مخې یې غوښتل لسګونه افغانان افغانستان ته ولېږدوي. د نیویارک د جنوبي حوزې د امریکا د سیمهییزې محکمې قاضۍ والري کاپروني حکم کړی چې متحده ایالات د روانې اونۍ په ترڅ کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته نه شي ایستلای.
د طالبانو حکومت مخکې د دې طرحې په اړه «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې وه. دغه حکومت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د عمومي بښنې اعلان کړی او ویلي یې دي چې له لوېدیځو ځواکونو او حکومتونو سره همکارو افغانانو ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره ده. چارواکو سږ کال هم پر دې ژمنه بیا ټینګار کړی دی.
خو د کډوالو د حقونو مدافعې ډلې خبرداری ورکوي چې د امریکا د پخوانیو همکارانو او د هغوی د کورنیو بېرته ستنول ښايي د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بېمحاکمې وژنو، نیونو او د بشري حقونو د سرغړونو موارد ثبت کړي دي؛ له همدې امله د دغو کسانو د خوندیتوب موضوع د بحث مهمه برخه بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت د روان کال په جون کې یو شمېر کډوال، چې افغانان او ایرانیان هم پکې وو، د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږلي وو. ټرمپ تېر کال د خپلې سختې کډوالۍ پالیسۍ له مخې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر وګړو د سفر محدودیتونه ولګول او حکومت یې د افغانانو د اخراج اړوند د ځینو قانوني خوندیتوبونو د لغوه کولو هڅه هم کړې وه.