پښتو ادب · شاعران
کامله عزیزي
د کامله عزیزي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامله عزیزي
غبرګ لاسونه مې خطا شول ستا له لاسه
اوس دې مات اغزي د زړه له سره باسه
ایوب خانه زما ټپو ته دې زوی وایي
واه خورکۍ زه دي ځارېږم له احساسه
د نتکۍ د ماتېدو غږ به مې ورشي
هسي لاس ږدم د سپېرو شونډو له پاسه
د دوزخ د ځنځیرونو زور پرې کم دی
ستا ګوتمۍ جوړه له زر که له الماسه
دلته هم یو وخت د زړونو پاچاهي وه
د جونګړې پر دېوال باندي پلاسه؟
غم به چېرته ځي چې موږ هم ورته شا کړو؟
بس دی مه وهه ګیلاس له بل ګیلاسه
وروستی لیک به یې په کومو سترګو لولم؟
څنګ یې خلاص کړم د لالي له زخمي آسه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامله عزیزي
لار د سمندر به وه نیولې هر یوۀ تنها
څراغ به په جونګړو کې و پاته په تیاره تنها
دا بلۍ که جوړې د دیدن لپاره نه وای نو
ولې بیا سپوږمۍ پرې درېده په لمرخاته تنها؟
څنګه د عشرت په غرونو ګرځېدو جوړه جوړه
څه د بې وسۍ کیسو ته پاته شومه زه تنها
مـرګ د بې وسۍ ښه دی؟ که ژوند په مغرورۍ ښکلی؟
لاس په سلامي عالم؟ که یار ته درېده تنها؟
اوس یې د سګریټ لوګي غمونو ته نڅا نه کړي
دا سړی تنها و پخوا ستا په تګ شو ښه تنها
نه د چا دعا نه د چا یاد پکې تازه کړ موږ
ډېره موده وروسته نن باران را ورېده تنها
څه اصحابِ کهف نه یو چې موږ نړۍ پرېیښې وي
خوب ته دنیا پرېښودو موږ ټول لکه واړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامله عزیزي
بیا به ستنېږم له جنته په ګنا د ادم؟
چې معشوقه مې جوړه نه کړې په خطا، د ادم
دعوه پر چا د خلافت کوې؟ موږ دلته ښه یو
پر ځنګلونو اوس بدله ده دنیا د ادم
فرښتو وینه مو کړه توی، خو مینې موږ اوبه کړو
زړونه مو یخ شول؟ چې هوا دروړه ژړا د ادم
که پر لمنه یې زموږ د شتون داغونه نه وای
بیا نړۍ نه د عدم بده وه، نه دا د ادم
په زلفو پروت غبار په غږ د رباب نه نڅېدۀ
طوفان په ګوتو یو بل و خامخا د ادم
حوا! موږ هم د انتظار کلونه تېر په ژړا
خو د دیدن په لارو راشي اخېر ورا د ادم
ابلیس به پروت تر قیامته پر سجده و ورته
په تقدیرونو که خبر وای له پخوا د ادم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامله عزیزي
په نیمه لاره کومې خواته همسفره لاړې
ستن د طبیب وې خو په زخم کې ژوره لاړې
په لوپټه پسې دي نه رسېدل تور لاسونه
ته څومره بره شوې چې لاندې له کمره لاړې
د سبا سترګه دي جهان ته دروغجنه کړله
بېرته د غرو تر شا فنا شوې ترېنه لمره لاړې
په بده ورځ که له وطنه مخ بل خوا اړوې
نو د څاروي غوندي کرار زړه له محشره لاړې
پر عقابي سترګو میینې، پښتنې شوې ښايي
سپینې کوترې نن د هر چنار له سره لاړې
د آینو وطن دي څنګه را ذره ذره کړ
په پټو سترګو یې پر خوا لکه ډبره لاړې
خوشحاله هی! اوس پښتانه د هر اتل په مزار
وایي همدا چې ته خو ښۀ شوې بختوره، لاړې
تورې څڼېبشپړ شعر ولولئ
تورې څڼې
کامله عزیزي
تورې څڼې دي جوړېږي نه کفن ته
ستا د غم خبر دي نه راځي وطن ته
درد دي اوس ګران په بې ننګه پښتنو کړې
دلته تل وي ضرورت د زخم ستن ته
د وطن د خاورې هم را پیرزو نه وې
څوک خوشاله وي تر ځانه ښکلې بن ته؟
پر قبرو یې د بنګړو توی شیشې نه شو
پښتانه زلمي یې ولېږل دکن ته
ورکوي لمر ته د ستورو نښانونه؟
سترګې ووتې د ټولو ماخوستن ته
کوهِ قافه اسماني شغلې را لنډې
خوبولې سترګې ځو د طور دامن ته
توري سرې لوپټې زموږ دي زرغونې کړي
تا دي نه لېږي د حورو انجمن ته