ټرمپ: د افغانستان جګړه مې په درې اوونیو کې ګټلی شوای

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د افغانستان جګړه یې په درې اوونیو کې ګټلی شوای. نوموړي د امریکا پر پخوانیو حکومتونو نیوکه کړې چې د دغه هېواد په اوږده جګړه کې یې د بریا لپاره روښانه او اغېزمن ګامونه نه دي اخیستي.
ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته کړې دي. هغه وویل، پخوانیو امریکايي حکومتونو په جګړو کې د بریا لپاره مشخص هدف نه درلود او د جګړې پر مهال یې د بریالیتوب پر ځای د مساوي کېدو هڅه کوله.
د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه د خپلو خبرو پر مهال وویل چې امریکايي ځواکونو «کلونه او کلونه» په افغانستان کې حضور درلود، خو د ده په وینا، جګړه د بریا لپاره په منظم ډول نه ده پرمخ وړل شوې. ټرمپ ادعا وکړه چې که پرېکړه د ده په لاس کې وای، دغه جګړه به یې په درې اوونیو کې پای ته رسولې وای.
نوموړي د ویتنام جګړې ته هم اشاره کړې او ورته ادعا یې کړې چې هغه جګړه یې په یوه اوونۍ کې ګټلی شوای. ټرمپ په داسې حال کې پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې چې د افغانستان جګړه د امریکا د بهرنیو پوځي عملیاتو له تر ټولو اوږدو جګړو څخه وه.
امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. دا جګړه نږدې شل کاله روانه وه او امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل.