د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حیات الله ستومان

د حیات الله ستومان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حیات الله ستومان

زما د ژوند هره شېبه لمبه ده
دلته مې ورځ دلته مې شپه لمبه ده

زما ماشومې شونډې څه ووایي
زما معصومې خو کیسه لمبه ده

خود به مې وژني دا وحشي یرغلګر
دلته خو توره د حمزه لمبه ده

چې په یوه ټپه مې بیا ژوندی کړي
هغه ملاله او ټپه لمبه ده

وا ولسمشره په تا څه شویدي
څنګ دې پښتو څنګ دې جذبه لمبه ده

زما په مځکه د غلیم پوځونه
ستومانه زړه باندې مې سره لمبه ده

د جولای ۳مه ۲۰۱۲ زېږدیز
امریکا،یوټا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حیات الله ستومان

بلا بدرنګه او ناولي خلک
شي ملکان او شي سپېڅلي خلک

زما په وینو یې لاسونه سره دي
له دې زورواکه زورېدلي خلک

اوس مې د زړه محراب په کاڼو ولي
دا سالاران او دا ښاغلي خلک

زه دې مشري په نره نه منمه
پوه شه دا کلی او د کلي خلک

چا چې زما له مرګه خوند اخسته
اوس په دولت کې دي جګپوړي خلک

پرون د چا او نن د چا تر ‎‎څنګه
ستومانه ویني بیخ وتلي خلک

د فبروری ۴مه ۲۰۱۲ زیږدیز
امریکا،یوټا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حیات الله ستومان

وژنم دې له تانه انتقام اخلم
زه خپله بدله ګوره مدام اخلم

څنګه دې په سترګو غزل ولیکم
زه خو دې له سترګو نه الهام اخلم

تمه د یارئ له مانه مه کوئ
خیر له غنمرګو خو سلام اخلم

تاته دې درپاتې وي ساقي اشنا
نه درنه پیالې نه درنه جام اخلم

خدای به مې ستومانه ژوند نېکمرغه کړي
زه چې د پښتون په پلونو ګام اخلم

د جنوري ۶مه ۲۰۱۲ زیږدیز
امریکا یوټا

پټه مینهبشپړ شعر ولولئ

پټه مینه

حیات الله ستومان

په ژوندانه مې درته ونه ویلې
له پښتنو سترګو دې شرم راته
وه د پښتو مینې جذبه راسره
وم پښتونخوا کې
د پښتون په کلي
په زنکدن کې مې نارې کړې یاره
دا لېونی ستومان په تا مین دی
خو
ته
له سیندو
له
لوړو غرو وې پناه
او
ستاسې
کډه پښتونخوا کې نه وه

امریکا،یوټا
د می ۲۲مه ۲۰۱۱ زیږدیز

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حیات الله ستومان

زه خو د جانان سترګو ته شپې کوم
کله د ارمان سترګو ته شپې کوم

ژوند کې مې یو وارې هم ونه لیدې !
خوب کې دیزدان سترګو ته شپې کوم

دا محراب مې نور په کاڼو مه ولئ!
زه پکې دځان سترګو ته شپې کوم

وخته یاري وکوه او مل مې شه!
ګوره د قران سترګو ته شپې کوم

څنګ پکې سندرې مستې ولیکم
زه چې د هجران سترګو ته شپې کوم

کړي به ما هم و چې پښتون نه وم
ژونده د وجدان سترګو ته شپې کوم

زه چې د غیرت په لار ستومانه شوم
کله د ستومان سترګو ته شپې کوم

د فبروري ۱۸مه ۲۰۱۱
امریکا، یوټا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حیات الله ستومان

یمه حیران دبیلتانه تر څنګه
سره یو نه شول پښتانه تر څنګه

له ما ژوندون له ما سکون تښتوي
یوه دانه د ژوندانه تر څنګه

هغه د مینې پوروړې زما
زه هره شپه د ځنګانه تر څنګه

زما ژوندونه وایه څو پورې به
ژوند تیروې د بارانه تر څنګه

د نیمو شپو مزل ستومانه کړمه
یمه راغلې د شپانه تر څنګه

۸ مه د نوومبر ۲۰۱۰ زیږدیز
امریکا ، یوټا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حیات الله ستومان

ددې باروتو د لمبو په کلي
مینه کرمه د ایرو په کلي

ستا د بڼو په لار ګلونه شیندم
شیندم ګلونه د ازغو په کلي

پرېږده چې مینه وکړي ژوند وکوي
جنګ مه راوړﺉ د پښتنو په کلي

د وطن غیږ کې نفرتونه سېزم
عشقه راځه نور د جنګو په کلي

درنه یې وداړلم ویې خوړم
غیرت چې نه کړې د پلرو په کلي

درنه مې وژني او په تا مې وژني
پخپله خاوره د نیکو په کلي

ستړی ستومانه لالهنده دې کړم
جنګ جوړوې به نوترڅو په کلي

امریکا ، یوټا
۸-۱۲-۲۰۱۰ زیږدیز

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حیات الله ستومان

زما ژوندون زما جهان وګوره
زړه کې مې پاتې شه خپل ځان وګوره

سترګې دې پرانېزه جانانه زما
په رڼو سترګو دې جانان وګوره

زما دزړه دالان ته راشه یاره
ډک مې له مینې هر ارمان وګوره

چې پکې یار دې لېونی غوندې شي
په مینه بیا ورته هجران وګوره

له هوسونو شهوتونو لرې
سر په زنګون ستړی ستومان وګوره

د اګست ۲۰مه ۲۰۱۰ م زیږدیز
امریکا،یوټا

جــــــــــانــــــــانـهبشپړ شعر ولولئ

جــــــــــانــــــــانـه

حیات الله ستومان

زما ژوندون جانانه
عشق او سکون جانانه
زما د زړه په مځکه
لا یې زرغون جانانه
ــــ ــــ ــــ
دا بې وفا شوې څنګه
لرې له ما شوې څنګه
مینه دې پرېښوه ولې
په بله خوا شوې ولې
تر کومې ما باندې به
او وي بېلتون جانانه
ـــــ ـــــ ـــــ
تا سره مینه کوم
ښکاره یې سپینه کوم
مینه د سر په بیه
تل یې زرینه کوم
له مینې کله اوړم
لا یم پښتون جانانه
ـــــ ـــ ــــ
زما ارزوګانې څه شوې
زما ژړا ګانې څه شوې
تا پسې واړه عمر
زما دعاګانې څه شوې
څه شولې څه شوې اشنا
کړم دې مجنون جانانه
ـــــ ــــ ـــ
له ما نه لاړې لرې
جانانه لاړې لرې
شوم لولپه درپسې
ستومانه لاړې لرې
زما د زړه له کلي
مه ځه بیرون جانانه

کابل ۲۰۰۹-۶-۲۵

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حیات الله ستومان

زړه کې مې لمبې دي لمبې مړې نه دي
څنګه پښتنې دي په وعدې نه دي

څنګه د رباب تارونه وچېړم
مل راسره اوښکې دي نغمې نه دي

دلته پسرلی کله راغلی دی
دلته خو د غرو لمنې شنې نه دي

دا چې نڅاګرې دي پښتو وایي
دا خو زېږولي پښتنې نه دي

لوبې مې په زړه کې له خاپوړو شته
ما نه هېرې شوې افسانې نه دي

ژونده یوه ورځ به درته پړ شمه
وړې پر اوګو مې جنازې نه دي

ما ته ځنکدن کې ستومان وویلې
مړې د پښتنو مستې جذبې نه دي