د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
حیات الله ستومان

غزل

وژنم دې له تانه انتقام اخلم
زه خپله بدله ګوره مدام اخلم



څنګه دې په سترګو غزل ولیکم
زه خو دې له سترګو نه الهام اخلم



تمه د یارئ له مانه مه کوئ
خیر له غنمرګو خو سلام اخلم



تاته دې درپاتې وي ساقي اشنا
نه درنه پیالې نه درنه جام اخلم



خدای به مې ستومانه ژوند نېکمرغه کړي
زه چې د پښتون په پلونو ګام اخلم



د جنوري ۶مه ۲۰۱۲ زیږدیز
امریکا یوټا

د شاعر نور شعرونه ←