افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
بلا بدرنګه او ناولي خلک
شي ملکان او شي سپېڅلي خلک
زما په وینو یې لاسونه سره دي
له دې زورواکه زورېدلي خلک
اوس مې د زړه محراب په کاڼو ولي
دا سالاران او دا ښاغلي خلک
زه دې مشري په نره نه منمه
پوه شه دا کلی او د کلي خلک
چا چې زما له مرګه خوند اخسته
اوس په دولت کې دي جګپوړي خلک
پرون د چا او نن د چا تر څنګه
ستومانه ویني بیخ وتلي خلک
د فبروری ۴مه ۲۰۱۲ زیږدیز
امریکا،یوټا