افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
زړه کې مې لمبې دي لمبې مړې نه دي
څنګه پښتنې دي په وعدې نه دي
څنګه د رباب تارونه وچېړم
مل راسره اوښکې دي نغمې نه دي
دلته پسرلی کله راغلی دی
دلته خو د غرو لمنې شنې نه دي
دا چې نڅاګرې دي پښتو وایي
دا خو زېږولي پښتنې نه دي
لوبې مې په زړه کې له خاپوړو شته
ما نه هېرې شوې افسانې نه دي
ژونده یوه ورځ به درته پړ شمه
وړې پر اوګو مې جنازې نه دي
ما ته ځنکدن کې ستومان وویلې
مړې د پښتنو مستې جذبې نه دي