پښتو ادب · شاعران
لينا احمد
د لينا احمد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
د بڼـو کلي کیبشپړ شعر ولولئ
د بڼـو کلي کی
لينا احمد
زغل می نظر کوي اشنا ستا د بڼو کلي کی
لکه ګلاب شومه دیره نور د اغزو کلي کی
تر تا ؤ نه رسيـدي ستا د پلونو نښي اشنا
هسی می لاره ورکه کَړَی د پردو کلي کی
ای ناخبره د دیدار پيرزو د ؤ نه کړلـه
زه خو دیره ومه نا ترسه په شپو شپو کلي کی
نن می انګړ کی نا اشنا غوندې میلمه راغلی
خندا وه لاره ورکه کړی د سلګو کلي کی
دا درته چا ویل چی خلک به تا په کاڼو ؤلی
رقیبه هيڅ وخت به سپک نه شی د درنو کلي کی
زه هغه ګل نه یم چی رنګ نلرم بوی نلرم
زه ټوکیدلی یم لينا د پښتنو کلي کی
نظر ګرځويبشپړ شعر ولولئ
نظر ګرځوي
لينا احمد
اسمان دستورو په خوړلو پسې لمر ګرځوي
دتنهايی زهر ګوټل خو ترینه ډير اسان دي
دخپل جانان بې رخي سم په سړي سرګرځوي
دهغو سترګو تاب به څنګه په زړګي راولم
څوک چې په سترګو کې سهار او مازیګر ګرځوي
چې مې دکلي له وړو نه هم ګټلی ندی
دغه پيغور راته په سترګو کې اکثر ګرځوي
لیمه خو ګرم ندي چې شپول ترې د اغزو چاپیر کړي
ګرم خو هغوی دي چې دګل غوندې بشر ګرځوي
دپښتنو چم کې يې نن دغه اعلان کړی دی
هغه مجرم دی څوک چې سترګو کې دلبر ګرځوي
څوک چې پښتو دلر و بر په لیکه نه بیلوي
هغه په زړوه کې تل یادونه د خیبر ګرځوي
ته په غلطو لارو سر يې ځکه نه رارسې
لینا خو تاپسې اوس هم دزړګي ور ګرځوي
مـور تـهبشپړ شعر ولولئ
مـور تـه
لينا احمد
مـوري منـزل تـه رسـا لاره يې تـه
مـوري جنـت زمـونـږ لپـاره يې تـه
ستـا د دعـا لپـه لـه دره ډکـه
چـا ويـل غـريبـه يې او خـواره يې تـه
تـا مـو لـه ژونـد نـه ټـول اغـزي ليـري کـړل
رب چـې راوړي لـه ګـلـزاره يې تـه
د مخـکـي تلـو همـت هـم تـا راکـړي
د ژونـد پـه لارو کـې هنـداره يې تـه
پيـدا بـه نـه کـړمه بـل دوست ستـا پـه شـان
زمـونـږ همـدرد زمـونـږ غمخـواره يې تـه
مـوري غمـي دا ستـا د هـار يـوو مـونـږه
لينـا لـويـدلـي د دي هـاره يې تـه
غاړه نه ږديبشپړ شعر ولولئ
غاړه نه ږدي
لينا احمد
دا چا ویل چې هغه زما یارۍ ته غاړه نه ږدي
هغه خوزما پرته زندګۍ ته غاړه نه ږدي
د خپلې بې وسۍ اغزي مې سترګو کی غړیږي
مین په خپله خوښه جدایۍ ته غاړه نه ږدي
دا ستر ګې خو نادانې دي چې حال د زړګي وایي
ګنې دلته څوک په خپله رسوایۍته غاړه نه ږدي
په سر یې ستا لپاره ځکه اور دلته بل کړی
دا شمع په تیرو کې تنهایۍ ته غاړه نه ږدي
د ې زړه خو مې د سر په قیمت تاته در کتلي
نادان دی چې د مینې ارزانۍ ته غاړه نه ږدي
دا تا د لينا زړه په اسانۍ څنګه را خپل کړ
بې زوره زوروره خو نړۍ ته غاړه نه ږدي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
لينا احمد
دا ستا تصویر ته می نظر لکه هینداره خاندي
نادان زړګی می ستا د سترګو تر ګوزاره خاندي
لکه د وریځو ژړغونی سترګي نه رپه وي
سپوږمۍ خو دلته لیونۍ ده تر سهاره خاندي
خندا یوه ده خو غرض جدا دهري خندا
څوک له خوښئ او څوک به هم دچا لپاره خاندي
هوښیاري سترګي می ناداني شوي دا ولی په څه ؟
چی را ښکاره شي لیونۍ شي سمد واره خاندي
تا خو پری تګ را تګ اشنا ډیر له پخوا پریئښي
خو زما پلونو پوري اوس هم هغه لاره خاندي
خلک به خامخا ګمان د لیونۍ پری کؤي
چی لینا اوس هم ویجاړ زړه او بی له یاره خاندي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
لينا احمد
اوڅم له ګناه او له ثوابه ستا په مینه کی
کړی می خطا ده بی حسابه ستا په مینه کی
مینه دی جانانه د دریاب په څیر څپانده ده
زه خو لا کوچنی یم تر حبابه ستا په مینه کی
تا به را پیدا کړی تا به خپل کړی تا به راولی
وتی دی لفظونه له کتابه ستا په مینه کی
هغه یو تصویر د تیرو اوښکو راته اوښایی
پرخه چی رسیږی تر ګلابه ستا په مینه کی
ګوره چی تارونه د زړګی به دی را کاږی
ګوتی چی رسیږی تر ربابه ستا په مینه کی
سترګی دی راواړوه چی نوره کیسه دا وکړی
تیره له سواله له ځوابه ستا په مینه کی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
لينا احمد
ګوره په تندی دی د بل چا د نصیب کرښی دی
چا ویل چی دلته هم زما د نصیب کرښی دی
دلته هره شپه خو د سبا په امید نه راځی
کله هره شپه کی د رڼا د نصیب کرښی دی
چا ویل چی اباده ده ګلزار دی خوشحالی به یی
دلته هم ای خدایه د صحرا د نصیب کرښی دی
ما چی لاس را پرانیسته نو توری وی بدرنګی وی
ماچی ورانه ولی ویلی ستا د نصیب کرښی دی
چیرته می د خپلی لیونی مینی لټون وکړم
ما نه را چاپيری هره خوا د نصیب کرښی دی
هلته ستا د نوم کرښو مخ واړو بدلی شوی
چیرته چی پیل شوی د لینا د نصیب کرښی دی
نیم غزلبشپړ شعر ولولئ
نیم غزل
لينا احمد
ستا له وجوده بیلیدم تا رانغښتمه بیرته
لکه د سیوري مي هم تا سره څو شپي کړیدي
د وخت بادونو جوړولم ورانولم هلته
لکه د پلونو مي صحرا سره څو شپي کړیدي
دا ستا دسترګو په ائینو کي یو تصویر ومه زه
ما د هندارو د ښکلا سره څو شپي کړیدي
چي په خندا خندا لیکم سلګي سلګي غزل شي
ددرد په څیر مي د ژړا سره څو شپي کړیدي
نن لټوي مرور سیوري بیابان کي هغوي
چاچه ویلي ما لینا سره څو شپي کړیدي