د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
لينـا احمـد

غزل

 ګوره په تندی دی د بل چا د نصیب کرښی دی
چا ویل چی دلته هم زما د نصیب کرښی دی


دلته هره شپه خو د سبا په امید نه راځی
کله هره شپه کی د رڼا د نصیب کرښی دی


چا ویل چی اباده ده ګلزار دی خوشحالی به یی
دلته هم ای خدایه د صحرا د نصیب کرښی دی


ما چی لاس را پرانیسته نو توری وی بدرنګی وی
ماچی ورانه ولی ویلی ستا د نصیب کرښی دی


چیرته می د خپلی لیونی مینی لټون وکړم
ما نه را چاپيری هره خوا د نصیب کرښی دی


هلته ستا د نوم کرښو مخ واړو بدلی شوی
چیرته چی پیل شوی د لینا د نصیب کرښی دی

د شاعر نور شعرونه ←