افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1080 شاعران8588 شعرونه
غاړه نه ږدي
دا چا ویل چې هغه زما یارۍ ته غاړه نه ږدي
هغه خوزما پرته زندګۍ ته غاړه نه ږدي
د خپلې بې وسۍ اغزي مې سترګو کی غړیږي
مین په خپله خوښه جدایۍ ته غاړه نه ږدي
دا ستر ګې خو نادانې دي چې حال د زړګي وایي
ګنې دلته څوک په خپله رسوایۍته غاړه نه ږدي
په سر یې ستا لپاره ځکه اور دلته بل کړی
دا شمع په تیرو کې تنهایۍ ته غاړه نه ږدي
د ې زړه خو مې د سر په قیمت تاته در کتلي
نادان دی چې د مینې ارزانۍ ته غاړه نه ږدي
دا تا د لينا زړه په اسانۍ څنګه را خپل کړ
بې زوره زوروره خو نړۍ ته غاړه نه ږدي