د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1080 شاعران8588 شعرونه
لينـا احمـد

غزل

    دا ستا تصویر ته می نظر لکه هینداره خاندي
نادان زړګی می ستا د سترګو تر ګوزاره خاندي


لکه د وریځو ژړغونی سترګي نه رپه وي
سپوږمۍ خو دلته لیونۍ ده تر سهاره خاندي


خندا یوه ده خو غرض جدا دهري خندا
څوک له خوښئ او څوک به هم دچا لپاره خاندي


هوښیاري سترګي می ناداني شوي دا ولی په څه ؟
چی را ښکاره شي لیونۍ شي سمد واره خاندي


تا خو پری تګ را تګ اشنا ډیر له پخوا پریئښي
خو زما پلونو پوري اوس هم هغه لاره خاندي


خلک به خامخا ګمان د لیونۍ پری کؤي
چی لینا اوس هم ویجاړ زړه او بی له یاره خاندي

د شاعر نور شعرونه ←