د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1077 شاعران8588 شعرونه
لينـا احمـد

نظر ګرځوي

 


اسمان دستورو په خوړلو پسې لمر ګرځوي


دتنهايی زهر ګوټل خو ترینه ډير اسان دي


دخپل جانان بې رخي سم په سړي سرګرځوي


دهغو سترګو تاب به څنګه په زړګي راولم


څوک چې په سترګو کې سهار او مازیګر ګرځوي


چې مې دکلي له وړو نه هم ګټلی ندی


دغه پيغور راته په سترګو کې اکثر ګرځوي


لیمه خو ګرم ندي چې شپول ترې د اغزو چاپیر کړي


ګرم خو هغوی دي چې دګل غوندې بشر ګرځوي


دپښتنو چم کې يې نن دغه اعلان کړی دی


هغه مجرم دی څوک چې سترګو کې دلبر ګرځوي


څوک چې پښتو دلر و بر په لیکه نه بیلوي


هغه په زړوه کې تل یادونه د خیبر ګرځوي


ته په غلطو لارو سر يې ځکه نه رارسې


لینا خو تاپسې اوس هم دزړګي ور ګرځوي

د شاعر نور شعرونه ←