د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شمعه شوګیر

د شمعه شوګیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

غزل /// شمعه شوګیربشپړ شعر ولولئ

غزل /// شمعه شوګیر

شمعه شوګیر

  غزل

لکه پېروتي چې دونوله خاښو راتاو وي
ستاله تصویره داسې غېږه مې لیمو راتاووي
دجانان مینه مې له زړه نه راچاپېره داسې
لکه دېوال دپښتنوچې له کورو راتاو وي
غربته ښه دې راسره زوراوزورګی وازمائیه
زماګلالي وروڼه همېش له شړمبوراتاو وي
بلانازک وي دګلاب له ګله هم نازک دي
تامې غاښونه له نازکواننګوراتاو وي
دژوندمانا ته رسیدل شمعې هنرهم غواړي
مئین چې ټوله شپه له تا په شوګیروراتاووي

شمعه شوګیر

غزل :شمعه شوګيربشپړ شعر ولولئ

غزل :شمعه شوګير

شمعه شوګیر

 

 

شمعه شوګير

غزل

بغیرلـــــــه تا مې هم لیـــــــــدلي شپې دي
نن په خوشبـــــــــوباندې لمبلي شپې دي

ستا له غمجنـــــــوسترګوښکاري داسې
زمــــــــــــــــــــــایادونـه یې پاللي شپې دي

په سره پالنګ چې ستا ترڅنـګ تېرېږي
جانانه دغــــــــــه ډېرې ښــــکلي شپې دي

سهار ته ووایــــــــــــــــــه چې راشي یوځل
زمـــــــــــونږ په کلیـــو کې ړولي شپې دي

لږ خو ور وګوره دشمــعې خــــــــــــــــــواته
درپسې څـــــــــــومره یې ژاړلي شپې دي

د شمعې شوګير په زړه پورې غزلبشپړ شعر ولولئ

د شمعې شوګير په زړه پورې غزل

شمعه شوګیر

 

غزل

زه هــــــم مئينه يمـــــــــــــــه
په زړه غمجنــه يمـــــــــــــه

دکاينات ښـــــــــــــــکلا يم
دګلـــــــــــــــــــو ونه يمـــــــه

زه دې له اوښکوجـــارشم
زه دې لمنـــــــــــه يمـــــــــــه

ستادڅنــــګل دپاســــــــــه
خوب، ارمانجنـــــه يمـــــه

قـــــــــــدته دې نــــه رسېږم
نولس کلنــــــــــــه يمـــــــــــه

شمعه شوګير

 

د شمعې شوګير په زړه پورې غزلبشپړ شعر ولولئ

د شمعې شوګير په زړه پورې غزل

شمعه شوګیر

سرليک: غزل

ډېره يې مـــــــــــــزه وکړه
نن دې چې غصــه وکړه

غېږه بــــــــه دروسپـارم
راشــه کنه شپـــــــه وکړه

بياپه زنګېــــدوراغـلې
بيادې څـــــه نېشه وکړه

نورله دې جـــــــامونو نه
وګرانـــــه تـــــــــوبه وکړه

کړوبه زه اوتـــــه شوګير
شمعې سره وعـده وکړه
شمعه شوګير

شمعه شوګير غزلبشپړ شعر ولولئ

شمعه شوګير غزل

شمعه شوګیر

سرليک: غزل

زما په غېږه کې سکون ومومي خـــــــــــــــــوب ورشي
که پرې نېشه دځــــوانمرګي پېغلتــــــــــــــــوب ورشي

له خمــــــــــاروسترګـــودې ځارشم بلا ښکلې ښــــکاري
خـــوب زنه ياره له ډېرخـــــــوبه پرې پړســــوب ورشي

چــــــــــــــاانګيرل چې به يـــوه ورځې دکابل هستۍ ته
نوښت له خوستــــــــه لــه پکتيااوله اريــــــوب ورشي

ســـــم لـــــه فـــــطرت بنديخـــــــــانې دآزادۍ دور وي
دچــــا چې يادته دشـــــوخيـــــو ماشومتـــــــوب ورشي

هاغـــــــه د دار او دپېغــــورپه غــــم کې نه وي شمعې
دچــــــاملتياتــــــــه چې شـــوګيراومئينتـــــوب ورشي
شمعه شوګير

د شمعې شوګير تازه غزلبشپړ شعر ولولئ

د شمعې شوګير تازه غزل

شمعه شوګیر

 

شمعه
شمعــــه شوګير پالي
زړونــــــه اسيرپـــالي
دغم او دردپه شپـــــه
مئين سره وير پــــالي
دچـــــــــايادونه ګله!
دچاتصــــــــوير پالي
که ائينـــــــــــه بې ريا
پاچــــــــا، فقير پالي
پــــــه قبر هـــــم ژاړي
دژونـــــدبهير پـــالي

 

شمعه شوګير

د شمعې شوګير ښکلى غزلبشپړ شعر ولولئ

د شمعې شوګير ښکلى غزل

شمعه شوګیر

 

غزل

دمئينتــــــــوب کيسې تاچــــــــــاته وکړې؟
اوکه غماز ټولې دنيـــــــــــــا ته وکـــــــــړې؟
پرون هم پېغــــــلې په ګــــــــــــودر غږېدې
ولې خفـــــــــه ښېرې يې مـــــــــــاته وکړې
لکه يې وږمووجـــــــــــــود وي ګل او هوا
داسې مې خيـــــــــال کډې بيديا ته وکړې
دطراوت اوښــــــــــکې مو نه دي نصيب
درد غزونې انتهـــــــــــا تــــــه وکـــــــــړې
شمعه به خود ترې سرښندنه غــــــواړي
چې چــــــــــــا يې شپې تتې رڼا ته وکړې

شمعه شوګير