افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
شمعه شوګير غزل
سرليک: غزل
زما په غېږه کې سکون ومومي خـــــــــــــــــوب ورشي
که پرې نېشه دځــــوانمرګي پېغلتــــــــــــــــوب ورشي
له خمــــــــــاروسترګـــودې ځارشم بلا ښکلې ښــــکاري
خـــوب زنه ياره له ډېرخـــــــوبه پرې پړســــوب ورشي
چــــــــــــــاانګيرل چې به يـــوه ورځې دکابل هستۍ ته
نوښت له خوستــــــــه لــه پکتيااوله اريــــــوب ورشي
ســـــم لـــــه فـــــطرت بنديخـــــــــانې دآزادۍ دور وي
دچــــا چې يادته دشـــــوخيـــــو ماشومتـــــــوب ورشي
هاغـــــــه د دار او دپېغــــورپه غــــم کې نه وي شمعې
دچــــــاملتياتــــــــه چې شـــوګيراومئينتـــــوب ورشي
شمعه شوګير