د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
شمعه شوګیر

غزل /// شمعه شوګیر

  غزل

لکه پېروتي چې دونوله خاښو راتاو وي
ستاله تصویره داسې غېږه مې لیمو راتاووي
دجانان مینه مې له زړه نه راچاپېره داسې
لکه دېوال دپښتنوچې له کورو راتاو وي
غربته ښه دې راسره زوراوزورګی وازمائیه
زماګلالي وروڼه همېش له شړمبوراتاو وي
بلانازک وي دګلاب له ګله هم نازک دي
تامې غاښونه له نازکواننګوراتاو وي
دژوندمانا ته رسیدل شمعې هنرهم غواړي
مئین چې ټوله شپه له تا په شوګیروراتاووي

شمعه شوګیر

د شاعر نور شعرونه ←